د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د خصوصي ښوونځیو او روغتونونو مسؤولينو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د ماليې او صنفي جواز په برخه کې د خصوصي ښوونځيو او روغتونونو ستونزو ته د رسېدنې په اړه د عامې روغتيا او پوهنې وزارتونو، کابل ښاروالۍ او د خصوصي ښوونځيو او روغتونونو استازو سره وليدل.
دغه غونډه چې نن سه شنبه (ربیع الثاني ۱۹مه/لړم لومړۍ) د چارو ادارې لوی ریاست کې ترسره شوه، په کې د خصوصي ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو استازو د ماليې او د فعالیت جواز په اړه خپلې ستونزې شریکې کړې او په دې برخه کې يې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په غونډه کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رياست مرستیال نورمحمد حیدري وویل، هره امارتي اداره مسؤوليت لري چې امارتي قوانین په سمه توګه تطبیق کړي او زياته يې کړه چې ښاروالۍ بايد د صنفي جواز په برخه کې د خصوصي ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو ستونزې حل کړي، ترڅو يې په خدماتو کې چټکتيا او اساني رامنځته شي.
همدا راز په غونډه کې د ښاروالۍ استازو وویل ښاروالۍ یوه خپلواکه اداره ده او په ملي بودجه کې برخه نه لري، د صنفي جوازونو او صفايي پر عوايدو هیواد کې پراختیایي پروژې او ټولنيز خدمتونه وړاندې کوي. دوی د خصوصي ښوونځيو او روغتونونو د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې په نږدې راتلونکې کې به په دې اړه اقدامات وکړي.
په پای کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح وویل چې خصوصي ښوونځي او روغتیایي مراکز زمونږ د ټولنې له مهمو بنسټونو څخه دي او زياته يې کړه چې يادې ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکې کړي.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.