د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له استازو سره د کابل ښار ککړ چاپېریال د مخنیوي اړوند د همغړۍ ناسته ترسره شوه
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له استازو سره د کابل ښار ککړ چاپېریال د مخنیوي اړوند د همغړۍ ناسته ترسره شوه
یکشنبه، جماديالاخر ۱۶مه.لېندۍ ۱۶ مه.
یاده ناسته د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ، د دې ریاست مرستیال، کارپوهانو او
چاپیریال ساتنې ملي ادارې د استازو په ګډون د یاد ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
پیل کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال د غونډې ګډونوالو سره د ککړ چاپېریال په اړه معلومات شریک کړل او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له استازو څخه یې د ککړ چاپیریال د مخنیوي او شته لارو چارو په په هکله د وضاحت غوښتنه وکړه.
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د پلان رئیس د ککړ چاپېریال په اړه وویل؛ هغه د سون توکي چې تصفیه شوي نه وي د یادې ستونزې د رامنځته کېدو لامل ګرځي او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت بیا ځلې راتګ سره مو د چاپېریال ساتنې لپاره یو پلان جوړ کړی چې نږدې راتلونکي کې به تطبیق شي.
همداراز د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د کنټرول امر وویل؛ چې د سون توکو بیه لوړ ده، خلک نشي کولی چې استفاده ترې وکړي (د ګاز، تېلو، لرګيو بیو او د برق نه شتون) دې ته اړ کړي چې له هغو سنګ ذغالو څخه استفاده وکړي چې تصفیه شوي نه دي.
د غونډې په پای کې د ګډونوالو غوښتنې او نظرونه واورېدل شول او په هغو لارو چارو غور وشو، کومو سره چې د ککړ چاپېریال مخنیوی کېږي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده