د داوطلبۍ اعلان

د چارو ادارې لوی ریاست، ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برښنا شرکت د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست په استازيتوب، ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د شرطنامې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی رياست له ويب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه په شرطنامه کې د مندرجو شرايطو او د تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل له مخې په سر تړلې بڼه، د اعلان د خپرېدو نېټې څخه د افر پرانیستې نېټې پورې، ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د ولایتونو د پراختیايي برېښنا د پروژې لپاره د برېښنايي تجهیزاتو د تولید لپاره خام موادو برابرول (څلور لاټه)

لومړی لاټ: د ولایتونو د برېښنا د پراختیايي پروژو لپاره د کانکریټي پایو تولید لپاره ۱۳ قلمه خام مواد

دویم لاټ: د ولایتونو د برېښنا د پراختیايي پروژو لپاره د برېښنايي تجهیزاتو د توليد لپاره ۳۳ قلمه اوسپنيز توکي

درېیم لاټ: د ولایتونو د برېښنا د پراختیايي پروژو لپاره د میټر بکس او سویچبورډ ویرنګ لپاره ۳۶ قلمه برېښنايي تجهیزات

څلورم لاټ: د ولایتونو د برېښنا د پراختیايي پروژو لپاره د برېښنا تجهیزاتو د پاکولو او رنګ کولو لپاره ۸ قلمه روغنیات او مواد


د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1403/G-934/NCB
بانکي تضمین: په شرطپاڼه کې د درج شويو ارقامو له مخې.
د افر پرانيستې غونډه: د ۱۴۰۳ کال د لړم ۶مه، سهار ۱۰:۰۰ بجې
د اړیکې شمېره: 0202143274
بریښنالیک: npd.bidding2@gmail.com
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینه ماڼۍ، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان

یادونه: ناوخته او انټرنېټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.