کنړ کې ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته ۱۰قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول

کنړ کې ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته ۱۰قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول
ربيع الاول ۱۲مه/وږي ۱۴مه.
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټې په مالي ملاتړ د کنړ ولایت دیوه ګل دره کې پر ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ۱۰ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.
قاري عبدالمتین رحیمزي، د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست د عملیاتي چارو رئیس، د دغو مرستو د وېش پر مهال د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټې مرستو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې د کنړ زلزله ځپلو سیمو کې ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي او خلک یې د هېوادوالو او خیریه مؤسسو لاسنیوي ته جدي اړتیا لري.
نوموړي وویل؛ دغه مرسته چې افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټې پر مالي ملاتړ پر ۱۵۰ کورنیو ووېشل شوه، په کې ۱۰ قلمه خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي چې د ۵۰ کیلوګرامه اوړو یوه بوجۍ، ۱۰ کیلوګرامه غوړو بوشکه، ۱۰ کیلوګرامه وریجې، ۵ کیلوګرامه بوره، ۵ کیلوګرامه لوبیا، نیم کیلو چای، د څښاک اوبه، یوه کمپله او د یوې کورنۍ لپاره خېمه شامله وه.
د یادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست، مطبوعاتو ریاست او مالي ریاست ګډ پلاوی به د کنړ او ننګرهار ولایتونو هغو سیمو کې د نغدو او خوراکي توکو مرستو وېش ته ادامه ورکړي چې خلک ورته بیړنۍ اړتیا لري.