اقتصادي معاونیت
  • د هېواد اقتصادي لیدلوری، لومړیتوبونه او موخې تشخیص او تعینول

اقتصادي معاونیت د موجوده عیني شرایطو او د اسلامي شریعت د اصولو او ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د هېواد اقتصادي لیدلوری د مشرتابه عالي مقام سره په نږدې همغږۍ ټاکي. د یاد لید لوري په نظر کې نیولو سره اقتصادي معاونیت د اړوند وزارتونو او ادارو سره په مشوره د هېواد اقتصادي لومړیتوبونه تشخیصوي او د یادو لومړیتوبونو او لیدلوري د تحقق لپاره د هېواد د ملي ګټو سره سم اقتصادي موخې ټاکي.

 

  • د اقتصادي فرصتونو تشخیص او اقتصادي پراختیا را منځته کول

د اقتصادي فرصتونو پېژندنه د هېواد په اقتصاد کې د مناسبو شرایطو پېژندلو ته اشاره کوي، دا پروسه د داخلي سرچېنو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په محوریت کې اقتصادي پراختیا را منځته کوي.

اقتصادي معاونیت د هېواد د اقتصادي، ټولنیزو، سياسي او جغرافیایي عواملو او ټکنالوژیکي پرمختګونو په هر اړخیزه توګه تحلیل او ارزونې وروسته او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو په نظر کې نیولو سره فرصتونه تشخیصوي او له یادو فرصتونو څخه د ښې ګټې اخیستنې او د هېواد په اقتصاد کې په دې سبب د ودې را منځته کولو په پار اړوندو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه کوي څو خپل پلانونه او پالیسۍ په دې برخه کې تدوین او په ښه ډول پلي کړي.

اقتصادي معاونیت او اړوند وزارتونه او ادارې د پالیسیو او پلانونو په تطبیق سره کولای شي، چې د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره یو مناسب چاپېریال را منځته کړي او په دې کار سره تجاران او متشبثین تشویق، پانګونه را جلب او خصوصي سکتور پیاوړی کړي. همدارنګه د یادو فرصتونو څخه په ښه ډول د ګټې اخستنې په موخه د هېواد په بازارونو کې داسې آسانتیاوې را منځته کړي چې پانګوال په هره برخه کې په اطمینان سره پانګونه وکړي او د هېواد د اقتصاد په وده کې اړین رول ولوبوي.

 

  • د راجع شویو فرمانونو، احکامو، هدایاتو او د کابینې د پرېکړو تطبیق

هغه موضوعات چې د مشـرتابه عالي مقام، رياست الوزراء او یا کابینې لخوا اقتصادي معاونیت ته راجع کېږي، د اقتصادي معاونیت په لومړیتوبونو کې قرار لري او هڅه کوي څو په دې برخه کې په ټاکلي وخت لازم اجراآت ترسره کړي. يادو موضوعاتو ته د یوې منظمې پروسې په ترڅ کې رسېدنه کېږي چې لومړی په ځانګړي ډېټابېس کې ثبت او وروسته د دفتر عمومي ریاست سره شریکېږي، چې د دفتر عمومي رياست لخوا اړوند رياستونو ته د تطبیق په موخه راجع کېږي. اړوند رياستونه د موضوع د تطبیق د څرنګوالي په هکله لازم اقدامات ترسره کوي او راپور يې د دفتر عمومي رياست سره شريکوي. اقتصادي معاونیت د راجع شویو فرمانونو، هدایاتو، احکامو او کابینې د مصوبو د تعقیب چارې پرمخ وړي او له تطبیق څخه يي ډاډ ترلاسه کوي.

 

 

  • د اقتصادي ستراتېژیو، پالیسیو، پلانونو او طرحو د ترتیب، تدوین او بررسي د بهیر رهبري

اقتصادي معاونیت د هېواد د اقتصادي پراختیا، د اړوندو وزارتونو او ادارو د چارو د لا ښې رهبري او مدیريت او د خپلو داخلي چارو د ښه انسجام په موخه د ستراتېژیو، پالیسیو، پلانونو او طرحو د ترتیب، تدوین او بررسي د بهیر رهبري او مدیریت کوي، چې په دې برخه کې په عمده ډول دوه فعالیتونه ترسره کېږي، لومړی د اقتصادي معاونیت لپاره د پورته ذکر شویو اسنادو ترتیب او تدوین دی او دوهم يې د اړوندو وزارتونو او ادارو له لوري را استول شویو اسنادو (ستراتېژیو، پالیسیو، پلانونو او طرحو) تاییدي او په دې موخه د هغو تحلیل، بررسي او اصلاح ده.

اقتصادي معاونیت ستونزو او اړتیاوو ته د رسېدنې او د چارو د ښه مدیریت په موخه د مشرتابه عالي مقام، ریاست الوزراء مقام او کابینې د هدایاتو په رڼا کې او له هغوی سره په همغږۍ د ستراتېژیو، پالیسیو، پلانونو او طرحو ترتیب او تدوین ترسره کوي او د یادې چارې لپاره د ستونزو او اړتیاوو د تشخیص او پېژندنې په موخه د اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رياست اړوند رياستونه په همغږۍ هر اړخیز مطالعات او څېړنې کوي او د یادو اسنادو ابتدایي طرحې او مسودې ترتیبوي او وروستۍ بڼه یې د تایید او تصویب په موخه اړوند مقام ته وړاندې کوي.

همدارنګه اقتصادي معاونیت د اړوند وزارتونو او ادارو له لوري د را استول شویو ستراتېژيو، پالیسیو، پلانونو د تحلیل، بررسي، اصلاح او تاییدي مسئوولیت پر غاړه لري. د دې چارې په ښه ډول اجراء لپاره نوموړي اسناد د اقتصادي معاونیت له لوري د ښه تحلیل، بررسي او اصلاح په موخه د منځپانګې او جوړښت له پلوه په هر اړخیز ډول څېړل کېږي او ډاډ تر لاسه کوي څو یاد اسناد د هېواد له نافذه قوانینو او اصولو سره په ټکر کې نه وي او تطبیق یې مؤثرې او مثمرې پایلې ولري، وروسته یاد اسناد د اقتصادي معاونیت د رهبرۍ مقام یا اړوند کمېسیونونو ته د تاییدۍ او منظورۍ په موخه استول کېږي او د تاییدۍ او منظورۍ څخه وروسته یې له تطبیق څخه ډاډ تر لاسه کوي.

اقتصادي معاونیت اړوندو وزارتونو او ادارو ته د چارو د لا ښه انسجام او د هېواد د اقتصادي پراختیا په موخه سپارښتنه کوي، څو یادې موخې ته د رسېدو لپاره ستراتېژۍ، پالیسۍ، پلانونه او طرحې ترتیب کړي. اړوند وزارتونه او ادارې د اقتصادي معاونیت د سپارښتنو په اساس او يا د خپل لزوم دید سره سم په پيشنهادي ډول ياد اسناد ترتیب او تدوین کوي او د تطبیق او پلي کولو لپاره يې د تاییدي او منظوري ترلاسه کولو په موخه اقتصادي معاونیت ته را استوي، چې ياد مقام د پورته ذکرشوې پروسې سره سم اجراآت ترسره کوي.

 

  • د اړوندو کړنلارو، قراردادونو، تفاهم لیکونو او هوکړه لیکونو د تسوید او بررسي د بهیر رهبري

هره اداره خپلو موخو ته د رسېدو په پار د کړنلارو، قراردادونو، تفاهم لیکونو، توافق لیکونو او دې ته ورته اسنادو په تسوید او ترتیب اقدام کوي، اقتصادي معاونیت د خپلو اړوندو وزارتونو او ادارو د يادو اسنادو د تسوید او بررسي د بهیر رهبري او مدیريت په لاندې ډول ترسره کوي:

لومړی: اقتصادي معاونیت د اړوندو وزارتونو او ادارو د کړنلارو، قراردادونو، تفاهم لیکونو، توافق لیکونو او نورو ورته اسنادو د تسوید او ترتیب بهیر رهبري کوي، د يادو اسنادو د اغېزمنتیا او هر اړخيز والي په موخه د اقتصادي معاونیت په مشرۍ له اړوند وزارتونو او ادارو څخه ګډه کاري کمېټه را منځته کېږي چې ياده کمېټه د هېواد د نافذه قوانینو او اصولو او د موضوع مؤثریت او مثمریت په پام کې نیولو سره نوموړي اسناد ترتیب او تسویدوي او وروسته د تصویب او منظوري په موخه له اړوند مقام سره شریکېږي.

دوهم: همدارنګه اقتصادي معاونیت ته د اړوند وزارتونو او ادارو لخوا د تايیدي او منظوري په موخه کړنلارې، قراردادونه، تفاهم لیکونه، توافق لیکونه او دې ته ورته اسناد رالېږل کېږي، چې د دفتر د عمومي ریاست لخوا اړوند ریاستونو ته د تحلیل او بررسي په موخه راجع کېږي، اړوند ریاستونه یاد موارد د قوانینو او اصولو په رڼا کې د محتوا او جوړښت له لحاظه تحلیل او بررسي کوي او د اړتیا په صورت کې له اړوند وزارتونو او ادارو سره د موضوع د ښه تحلیل او څېړنې په موخه ناستې ترسره کېږي، چې وروسته يې په اړه خپل توحیدي راپور، نظریات او وړاندیزونه د دفتر عمومي رياست سره شریکوي، څو د موضوع په اړه لازم تصمیم ونیول شي.

 

  • د اقتصادي کمېسیون رهبري او مدیريت

د اقتصادي کمېسیون د چارو رهبري او مدیريت (د اقتصادي چارو د کمېسیون کاري کړنلارې) سره سم چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۴/۳/۱۴۴۴هـ.ق نېټې (۷۷۹) ګڼه حکم په اساس نافذ او منظور شوې ترسره کېږي.

  • د ملي تدارکاتو کمېسیون رهبري او مدیریت

د ملي تدارکاتو کمېسیون د چارو رهبري او مدیریت د اړوندو قوانینو، تقنیني اسنادو او د کمېسیون د رئیس او غړو له لزوم دید سره سم ترسره کېږي.

هغه موضوعات چې کمېسیون ته استول کېږی ډیری یې ملي او لویې پروژې دي، چې له یوې خوا لوړ اقتصادي ارزښت لري او له بل پلوه د خلکو او هېواد د اقتصادي ناورین په مهارولو او بیا رغونې کې ډېرې اغېزې لري. د دې لپاره چې د پروژو د منظورۍ په پروسه کې لا شفافیت را منځته شوی وي او د یادو پروژو راپورونه په ښه او هر اړخیزه توګه ارزول شوي وي، یاد راپورونه د ملي تدارکاتو کمېسیون د دارالانشاء له څېړنو څخه وروسته یو ځل بیا په اقتصادي معاونیت کې کتل کېږي او هر اړخیز معلومات د کمېسیون له رهبرۍ سره شریکېږي تر څو د یادو معلوماتو، د دارالانشاء ملاحظاتو او تدارکاتي ادارو د ځوابونو له اورېدو وروسته د هېواد او خلکو د هوساینې او ملي ګټو په موخه، ملي تدارکاتو کمېسیون خپلې پرېکړې وکړي.

 

  • پېښو ته د رسېدنې کمېسیون رهبري او مدیريت

افغانستان د ټولنیزو، طبیعي او جیوفزیکي‌ شرایطو او مختلفو لاملونو پر وړاندې د نړۍ یو له زیانمنېدونکو هېوادونو څخه دی. د کلونو په اوږدو کې د طبیعي‌ او غیر طبیعي‌ بدو پېښو پایلې د دې ‌لامل ګرځېدلې چې افغان ملت د ژوند د ځایه څخه د بې ځایه کېدو، د معیشتي‌ سرچېنو او د مال او ثروت د لمنځه تلو د ترخو تجربو قرباني و اوسي. طبیعي او غیر طبیعي‌ پېښو ته د رسېدنې او مدیریت په موخه پېښو ته د رسېدنې کمېسیون د اقتصادي مرستیال په مشرۍ جوړ شوی.

ياد کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې پېښو سره د مبارزې په موخه د اړوند وزارتونو او ادارو په ګډون منظمې ناستې او اړین اجراآت تر سره کړي، د نوموړي کمېسیون چارې او فعالیتونو د یوې جلا کړنلارې له مخې تنظیمېږي.

 

  • د خصوصي سکتور د ودې او پراختیا لپاره زمینه برابرول

له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ او هڅونې په پار د شرایطو برابرول نه یوازې دا چې په هېواد کې د اقتصادي ودې او پراختیا بهیر چټکوي بلکې په مختلفو برخو کې د پانګونې، داخلي تولیداتو د ډېروالې، کاري فرصتونو برابرولو او نورو مثبتو او ګټورو مواردو سبب ګرځي؛ اقتصادي معاونیت په هېواد کې د قوانینو، مقررو، کړنلارو د وضع کولو، تعدیل او وړاندیز او د اقتصادي طرحو او پالیسیو د تدوین پروسې د رهبري او مدیريت په وسیله، همدارنګه د خصوصي سکتور او امارتي ادارو تر منځ د همغږۍ له لارې د خصوصي سکتور څخه د ملاتړ او هڅونې په موخه مناسب چاپېریال برابروي، څو د خصوصي سکتور په برخه کې ستونزې او خنډونه تشخيص او له منځه ولاړ شي، فرصتونه را منځته او د پانګونې زمینه برابره شي.

  • د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې جلب او جذب

اقتصادي معاونیت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۸/۲/۱۴۴۵هـ.ق نېټې د (۳) ګڼه فرمان او د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې په اساس کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو او فرصتونو برابرولو، همغږي را منځته کولو او پانګوالو د هڅونې په موخه د پانګونې بین الوزارتي کمېټه را منځته کړې، دغه کمېټه چې د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې فعالیت ترسره کوي، موخې يې تر واحد چتر لاندې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د طرحو طی مراحل، د پانګونې پروسو کې چټکتیا او شفافیت او په امارتي ادارو کې له کاغذ پراني مخنیوی او د پانګوالو او اړوند وزارتونو او ادارو تر منځ اغېزمنه همغږي را منځته کول دي، ياده کمېټه د خپلو چارو د تنظیم او انسجام په موخه ځانګړې کړنلاره (د پانګونې بین الوزارتي کمېټې کړنلاره) لري او خپلې چارې د یادې کړنلارې مطابق مخ ته وړي.

 

 

  • عرایضو او شکایاتو ته رسېدنه

د ولس عرایضو او شکایتونو ته پر وخت رسېدنه د ښې حکومتولۍ نښه بلل کېږي په دې برخه کې حکومت مسئولیت لري چې ولس ته د امکان تر حده آسانتیاوې را منځته کړي. د یادې چارې د ښې اجراء لپاره عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په ۷/۱۱/۱۴۴۴هـ.ق نېټه (۴۱) ګڼه فرمان صادر کړی چې وزارتونو او په مجموع کې ټولو امارتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې د مراجعینو د منلو لپاره لازمې آسانتیاوې برابرې کړي ترڅو په مستقیم ډول خپل مشکلات مسئوولینو ته وړاندې کړي.

د اقتصادي معاونیت له لوري د خلکو ستونزو، عرایضو او شکایتونو ته د رسېدنې پروسه لاندې مرحلې لري:

  • د مسلسلې ګڼې په اساس ثبتول؛
  • د عرایضو کارشناسي او د رسېدنې مرجع تشخیصول؛
  • په ډېټابېس کې د عرایضو د موضوع او د عارضینو ځانګړتیاوې رسول؛
  • د عرایضو کمېټې لخوا د عرایضو عمومي ارزونه او د دفتر عمومي رياست سره د هدایت اخیستلو په موخه شريکول؛
  • د دفتر عمومي رياست لخوا د څېړنې او ارزونې په موخه اړوندو ریاستونو ته راجع کول؛
  • اړوند رياستونه د قوانینو او اصولو په رڼا کې د موضوع څېړنه او ارزونه کوي او د اړتیا په صورت کې د اسنادو او معلوماتو تر لاسه کولو په موخه له عارضینو او امارتي ادارو سره ناستې کوي؛
  • د دفتر عمومي ریاست سره د موضوع د څېړنې او ارزونې راپور شریکول او د بعدي اجراآتو په موخه هدایت اخیستل؛
  • اړوند وزارتونو او ادارو ته لېږل او آرشیف کول؛

 

  • له خلکو سره د اړيکو ټینګښت او پراختیا

له حکومت سره د ولس او خلکو اړيکې نه بېلېدونکې دي، نو اړتیا ده څو د حکومت او خلکو تر منځ مستقیمه اړیکه شتون ولري، په دې بناء اقتصادي معاونیت له علمي شخصیتونو، مشـرانو، تجارانو، پانګوالو، شوراګانو، ټولنو او نورو خلکو سره اړیکې تأمین او پراختیا ورکوي، يادې موخې ته د رسېدو په پار اقتصادي معاونیت له پورته ذکر شویو اشخاصو سره وخت پر وخت ناستې دائروي؛ له اقتصادي مرستیال سره د ملاقات زمینه برابروي، څو د هغو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وشي او د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د هغو له ارزښتمنو نظریاتو څخه ګټه پورته شي.

 

  • د فعالیتونو او لاسته راوړنو خپرول او انعکاس

دا چې حکومتونه د خلکو په خدمت مأمور دي او د ولس استازولي او د هغوی د چارو تنظیم او رهبري يې له اساسي موخو څخه ګڼل کېږي، په دې اساس حکومتونه د خلکو په استازیتوب په ملي او نړیواله کچه سترې او اړینې پرېکړې او فعالیتونه ترسره کوي. د دې لپاره چې ولس ته ډاډ ورکړل شي چې یادې پرېکړې او فعاليتونه د هغوی په خیر او صلاح دي حکومتونه د هېواد په ګټه او ولس د ژوند پر بېلا بېلو برخو اغېزمنې پرېکړې او فعالیتونه له خلکو سره شريکوي او رسنیز پوښښ ورکوي، څو عامه پوهاوی را منځته او د حکومت پر کړنو د ولس باور زيات شي.

اقتصادي معاونیت له خپلو چارو او لاسته راوړنو څخه د عامه پوهاوي په موخه منظم نشـرات ترسره کوي. يادې موخې ته د رسېدو لپاره په اقتصادي ډګر کې د نویو بدلونونو، لویو اقتصادي او پراختیایي پروژو د پرمختګونو او نورو لاسته راوړنو په هکله معلومات او مستند غږیز او انځوریز راپورونه ترتیب او خپروي، چې په هغو کې د اقتصادي سفرونو خبري پوښښ، د اقتصادي معاونیت لاسته راوړنو په هکله میاشتنۍ مجلې او اونیزې چاپول، د اقتصادي او پراختیایي موضوعاتو په هکله علمي مقالې او د انفوګرافیکونو ترتیب او خپرول شامل دي. اقتصادي معاونیت یاد موارد د خپل ځانګړي ویب سایټ، ټوېټر (اکس) پاڼې، یوټیوب چاینل، مجلو او نورو رسنیو له لارې خپروي.