ننګرهار د ۶۰۰ بستریز حوزوي روغتون د نیمګړې پروژې کارونه به ژر پیل شي

ننګرهار د ۶۰۰ بستریز حوزوي روغتون د نیمګړې پروژې کارونه به ژر پیل شي
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، د ننګرهار ولایت د ۶۰۰ بستریز روغتون نیمګړې پروژه بېرته د تطبیق پړاو ته داخله شوه.
په همدې موخه، د چارو ادارې لوی ریاست څخه د پروژو د انسجام ریاست، د عامې روغتیا وزارت او د ملي پراختیا شرکت د تخنیکي استازو ترمنځ ګډه غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې د پروژې د تخنیکي، تدارکاتي، اجرایي او نورو اړوندو ستونزو او موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث او نظریات تبادله شول.
د غونډې پایله دا وه چې ملي پراختیا شرکت به ژر تر ژره د عملي کار پیل وکړي او ټولې تخنیکي او اداري ستونزې به د اړوندو ادارو په همغږۍ حل شي.
د یادې پروژې له بشپړېدو وروسته، د ننګرهار ولایت او د ختیځ زون ولایتونه به له معیاري روغتیايي خدمتونو برخمن شي، دا روغتون چې ۶۰۰ بستره لري، د خلکو د درملنې کیفیت به لوړ کړي، د خلکو روغتیايي اړتیاوې به په کور دننه پوره کړي او د درملنې لپاره به د ګاونډیو هیوادونو ته د تګ اړتیا راکمه شي.
همداراز، دا پروژه به د اقتصادي ودې، د کار فرصتونو د رامنځته کېدو، د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه والي او د عامې روغتیا سکټور د بنسټونو د پیاوړتیا سبب شي.
د چارو ادارې لوی ریاست او د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د دې سترې پروژې د تطبیق بهیر به د مشخص پلان له مخې، د ټاکل شوې نېټې سره سم او د جدي څارنې لاندې پرمخ بوځي.