د ښاري ګڼې ګوڼې د مخنیوي او ښاري ميشتېدنې کلتور د ترویج په اړه ناسته وشوه
د چارو ادارې لوی ریاست د ودانيزو چارو د طرح او ډیزاین رئیس مولوي محمد ابراهیم وهاب زاده په مشرۍ د ښاري ګڼې ګوڼې د مخنیوي او ښاري ميشتېدنې کلتور د ترویج په اړه ناسته وشوه.
دغه ناسته نن یکشنبه (جمادي الثاني شپږمه/لیندۍ ۱۸مه) د چارو ادارې لوی ریاست کې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، ورپسې انجینر هدایت اذر، د چارو ادارې لوی ریاست د طرحې او ډیزاین ریاست له لوري ترتیب شوې طرحه له ګډونوالو سره شریکه کړه او د ښاري ګڼې ګوڼې عوامل لکه د نفوس زیاتوالی، له ولایتونو څخه کابل ته د نورو ولایتونو خلکو کډه کېدل، د لاسي پلورونکو، ښار ته د بې اسناده وسایطو داخلېدل او د عمومي سرکونو پر سر د وسایطو دریدل په ګوته کړل.
ورپسې د ګډونوالو نظریات واورېدل شول او د ښاري ګڼې ګوڼې د مخنیوي او ښاري ميشتېدنې کلتور د ترویج، موقعیتونو د ادرسونو، په بسونو کې د جي پي ایس سیسټم، د امنيتي کامرو فعالول، د علامو او ۲۴ ساعته بازارونو جوړول او د پلیو لارو خالي کول، د کراچیو او موانعو په اړه هر اړخیز بحث وشو او په پای کې پرېکړه وشوه چې یاده طرحه به د پراختیا او بشپړتیا څخه وروسته د وزیرانو شورا عالي مقام ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي.
دا ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.