د اړوند وزارتونو او ادارو استازو سره د کابل ښار ککړ چاپېریال د مخنیوي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د اړوند وزارتونو او ادارو استازو سره د کابل ښار ککړ چاپېریال د مخنیوي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ، د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او ګڼو وزارتونو او ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.

چهارشنبه، جمادي‌الاخر ۱۹مه/ لېندۍ ۱۹مه.
یادې غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره وقایه، ګډ کار او د نظافت جدي پاملرنه اړینه ده او دا برخه منظم پلان ته اړتیا لري.

همداراز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال زیاته کړه چې ګڼو فابریکو او مارکېټونو فلټرونه نصب کړي، خو د هستوګنې سیمو کې د سنګ‌ذغالو کارول د ککړتیا اصلي ستونزه ده. د هغه په وینا، یاده اداره په دوامداره توګه وخت ناوخت څارنه ترسره کوي.

ګډونوالو د ستونزو او وړاندیزونو ترڅنګ د مساجدو له لارې عامه پوهاوی مهم وباله او د شنو ساحو کمښت او د اوبو نشتون یې د ککړتیا نور لاملونه یاد کړل.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې اړوندې ادارې دې د یادې ستونزې د حل لپاره ګډه کمېټه جوړه کړي او د منظورۍ لپاره دې د مشرتابه عالي مقام ته وړاندې کړي.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء پای ته ورسېده.