د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس ښاغلي بریالي ابدالي او ورسره مل تخنیکي ټیم د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست او ښاروالۍ کارکوونکو ته د ساده شویو اداري پروسو د نویو چمتو شویو لارښودونو د تشریح او توضیح په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

‏د سفر په ترڅ کې یې دکاپیسا ولایت والي قاري صاحب بریال د یاد ولایت ښاروال او د پوهنې رئیس سره وکتل.

ښاغلي بریالي ابدالي د یاد ولایت والي سره لیدنه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې فعالیتونو او یاد سفر په هکله معلومات ورکړل.

‏د کاپیسا ولایت والي د یاد ټيم په سفر د خوښۍ څرګندولو تر څنګ یادې برنامې د دې ولایت د کارکوونکو او ادارو فعالیتونو ته ګټورې او اغیزناکه یادې کړې، د اداري پروسو له ساده کېدو یې خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د ا.ا.ا مسؤولین باید ولس ته په خدمت کولو، ولس سره لیدنو او نورو چارو کې اساني غوره کړي او یاد ولایت کې یې د ساده شویو پروسو د طرحو د بشپړ پلي کولو ډاډ ورکړ او له یادې برنامې یې پوره ملاتړ وکړ.

ښاغلي بریالي ابدالي او ورسره مل تخنیکي ټیم د کاپیسا ولایت مرکز سربېره د یاد ولایت نجراب ولسوالۍ ته هم سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ د ښاروالۍ کارکوونکو ته یې د ساده شویو پروسو د نویو چمتو شویو طرحو د تشریح او توضیح په موخه روزنیزه برنامه جوړه کړه.

دغه راز یې د کاپیسا ولایت د لوړو زده کړو، کرنې او اوبو لګولو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند ولایتي څانګې مسؤولینو سره ولیدل او د ساده شویو پروسو پلي کېدو څخه یې څارنه وکړه.