د چارو ادارې لوی رئیس د ولایتي او ولسوالیو ښاروالانو ته جوړ شوي ښوونیز سیمینار کې وینا وکړه

د چارو ادارې لوی رئیس د ولایتي او ولسوالیو ښاروالانو ته جوړ شوي ښوونیز سیمینار کې وینا وکړه

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق انور، د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري د ولایتي او ولسوالیو ښاروالانو ته د جوړ شوي شپږ ورځني ښوونیز سیمینار په دویمه ورځ کې ګډون او وینا وکړه.

یاد پروګرام نن یکشنبه، ذو القعده ۱۳مه/غوایي ۲۱مه، د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ د غونډو تالار کې ترسره شو، چې په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق انور، د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس شیخ محمد طاووس طارق، رئیسانو، معاونینو او د ولایاتو او ولسوالیو ښاروالانو ګډون درلود.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: هغه علوم چې انسان د مسؤولیت په اداینه کې پیاوړی کوي او د امت د لارښوونې او خدمت په لاره کې مرسته کوي، زده کول یې واجب دي او دا علوم نه یوازې د فرد، بلکې د ټولنې او امت د پرمختګ لپاره بنسټیز حیثیت لري، څوک چې علم لري، هغه په پوره بصیرت، عدل او تقوا سره مسؤولیت اداء کولای شي.

د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه: زموږ شرعي مکلفیت دی چې ټاکنو کې یوازې هغه اشخاص غوره کړو چې اهلیت، وړتیا او د مسؤولیت په اداء کولو کې پیاوړی عزم ولري او هغه چې د امانت، دیانت او تقوا خاوندان وي؛ ځکه چې د مسؤولیت سپارل یو ستر امانت دی او دا باید هغو کسانو ته ورکړل شي چې اخلاص، تجربه او پوره وړتیا ولري. په دې سره به مو ادارې ځواکمنې، ولس مو مطمئن او راتلونکی روښانه وي.

د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده وویل: چې د دې روزنیز سیمینار محتوا په لوړ علمي او تخنیکي معیار برابر شوې او د ادارو د سمون، مدیریت، شفافیت او عامه خدمتونو د لوړولو په برخو کې متخصصینو برخه اخیستې ده؛ ترڅو د ادارو کارکردګي نوره هم پیاوړې او ولس ته غوره خدمتونه وړاندې شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس، شیخ محمد طاووس طارق ډاډ ورکړ چې د دوی اداره به د ټولو اقتصادي او اداري چارو د سمون او پرمختګ لپاره په پوره اخلاص سره کار کوي. نوموړي زیاته کړه: چې د ادارې متخصصین به له هرې ممکنې لارې د دولتي ادارو کارکوونکو ته د نویو مهارتونو، د مدیریت اصولو او مسلکي زده کړو په رسولو کې مرسته وکړي؛ ترڅو د شفافیت، حساب ورکونې او عامه خدمتونو برخه کې غوره پایلې ترلاسه شي.

یاد سیمینار د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.