د ارزګان ولايت مقام او ښاروال سره د ۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونو د عامه پوهاوي په تړاو ناسته ترسره شوه
د ارزګان ولايت مقام او ښاروال سره د ۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونو د عامه پوهاوي په تړاو ناسته ترسره شوه
د ارزګان ولايت مقام دفتر رئيس، د یاد ولایت ښاروال او د چارو ادارې لوی رياست د مطبوعاتو پلاوي ترمنځ د ولايت مقام په انګړ کې د ۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونو د عامه پوهاوي په موخه ناسته ترسره شوه.
په دې غونډه کې د تللي پلاوي لخوا د يادوو فرمانونو ارزښت، موخې او اړتياوې په تفصيل سره بیان شوې او د ولایت په کچه د عامه پوهاوي د پروسې د څرنګوالي په اړه لازم معلومات وړاندې شول.
همداراز د دواړو فرمانونو چاپ شوې نسخې هم له مسؤولینو سره شريکې شوې؛ ترڅو د ولس ترمنځ د لا پراخ پوهاوي لامل شي.
د ترینکوټ ښاروال ملا محمد اسماعیل دفاعي ټینګار وکړ چې د ۲۰مې ګڼې فرمان پلي کول د ښاروالۍ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی. نوموړي زیاته کړه چې د ښاري نقشو، ودانيزو چارو او نويو پلانونو په اړه د خلکو پوهاوی د دې فرمان اساسي برخه ده او په ټولو برخو کې به په جدي توګه عملي کېږي.
د یادونې وړ ده چې د ۱۷مې ګڼې فرمان موخه د هغو ناوړه، غیرشرعي او لوړو لګښتونو او عنعناتو مخنیوی دی چې د خلکو پر اقتصاد او ټولنیز ژوند ناوړه اغېز لري او د ۲۰مې ګڼې فرمان تمرکز د خلکو سره د ښاري طرحو، نقشو او پرمختيايي پلانونو معلومات شریکول دي.