د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د ځاځيو قوم له علماوو، مخورو او ځوانانو سره وليدل
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د پکتيا او خوست ولايتونو د اريوب ځاځيو، احمدخيلو، پټان او ميدان ځاځيو ولسواليو کې ميشتو ځاځيو قوم له استازو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه وليدل.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه (جمادي الاولی ۲۵مه/ليندۍ ۷مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد حيدري میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل تر اوسه مو د هېواد بېلابېلو قومونو او اصنافو ستونزې او مشکلات اورېدلي دي.
د ځاځيو قوم علماوو، مخورو او ځوانانو په خپل نوبت سره خبرې وکړې او په يادو ولسواليو کې یې د معياري ښوونځيو، مدرسو، شنو خونو، د اصلاحي تخمونو، استنادي دېوالونو، او ځوانانو ته د کار زمينې برابرولو او نري بند سیمه کې د برېښنا بند جوړولو او همدارنګه د روغتونونو ارتقاء په برخه کې وړانديزونه وکړل.
همدا راز يې د ځاځي قوم استازو د يادو ولسواليو د سرکونو جوړولو او زراعتي ځمکو ته د اوبو سرچينو برابرولو کې د ويالو او کانالونو جوړولو او په کابل ولايت کې د ځاځيو قوم مېشتو ته د هديرې ځمکې برابرولو په اړه هم خپلې غوښتنې شريکې کړې.
د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د ځاځيو قوم ستونزې او وړانديزونه وارېدل او ډاډ يې ورکړ چې وړانديزونه او ستونزې به يې له مسؤولو مقاماتو سره د حل په موخه شريکې کړي او يادو ادارو ته به يې په مکتوبي ډول ولیږي.
دا غونډه چې د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.