ښاغلی شیخ نور الحق انور د محمد ګل زوی دی د ۱۳۴۴/۸/۵ نېټه د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ د زیمنیو قریې په محمد نور خیلو کلي زېږیدلی دی.
ښاغلي شیخ صاحب خپلې لومړنۍ زده کړې د سیمو په مدارسو او متوسطه زده کړې یې هم تر اتم ټولګي پورې همدې ولایت کې ترسره کړې دي.
شیخ نور الحق انور د فنونو د زده کړې لپاره د کوزې پښتونخوا پېښور ښار ته سفر کړی او هلته یې د جامعه امداد العلوم مدرسې څخه د دیني زده کړو د فراغت سند ترلاسه کړی دی.
شیخ الحدیث نور الحق انور په بېلابېلو وختونو کې د دیني زده کړو تدریس او اهتمام، د جلریز میدان ولسوال، د میدان وردګو ولایت د لواء قومندان، د ننګرهار امنیه قومندان، د میدان وردګو ولایت نظامي مسئول (والي) د میدان وردګو ولایت د والي مرستیال، د نظامي کمیسیون رئیس، د دعوت او ارشاد کمیسیون اداري مسئول، د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر مرستیال او د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو د انسجام مرستیال په توګه دندې ترسره کړې دي.دافغانستان اسلامي امارت د زعیم حضرت امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري شیخ الحدیث نورالحق انور د خپلو تجربو او زده کړو له مخې د چارو ادارې لوی رئیس په توګه ټاکل شوی دی.