د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: له پل سرخ څخه تر علاو الدين درې لارې پورې د سرک پراختيا پروژه
د داوطلبۍ شمېره: NPD/KM/1404/NCB/W-1406
بانکي تضمين:2,140,000 افغانۍ
د افرپرانيستې ناسته: 1404 کال د غوايي 23مه له غرمې مخکې 10:00 بجې.
د اړيکې شمېره: 0202143274
برېښنالیک: planningnpa@gmail.com
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: انټرنټي او ناوخته استول شوي افرونه د منلو وړ نه دي.