د کوکنارو بدیل معیشت پلان او کرنيزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په اړه غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس مفتي عبدالواحد عثماني په مشري د کوکنارو د بدیل معیشت پلان او کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو د ارزښت لوړولو په اړه غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه نن پنجشنبه (ذوالقعده ۱۷مه/غوایي ۲۵مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د پالیسۍ او ستراتیژۍ ریاست رئيس او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت استازو په حضور کې ترسره شوه، چې په کې کوکنارو ته د بدیل معیشت پلان د ښه تطبیق اړوند هر اړخیز بحث وشو.

د غونډې پیل کې مفتي عبدالواحد عثماني، د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او کوکنارو د بدیل معیشت پلان په ترتیب کې د ټولو اړخونو د زیار مننه وکړه هغه زیاته کړه دا یو حیاتي پلان دی چې تطبیق یې له افغان بزګرانو سره ډېره مرسته کولای شي.

ورپسې د غونډې ګډونوالو د دغه پلان د ښه تطبیق اړوند خپل مسلکي نظرونه شریک کړل او همداراز یې په داخل کې د کرنيزو محصولاتو د معیاري پروسس او بسته بندۍ لپاره د فابریکو جوړولو غوښتنه وکړه تر څو خپل محصولات نړیوال مارکیټ ته په معیاري توګه ورسوي.

په پای کې د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس د دغه پلان د ښه تطبیق لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت استازو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل چې په دغه پلان کې اړوندې امارتي اداراې شاملې کړي ترڅو ښه نتیجه ترلاسه شي.

دا غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوه، د خیر په دعا پای ته ورسیده.