د چارو ادارې لوی رئیس د ولایتونو دفتر رئیسانو لپاره جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ

د چارو ادارې لوی رئیس د ولایتونو دفتر رئیسانو لپاره جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ

د ولایتونو د دفتر رئیسانو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د فرامینو، احکامو او قوانینو دویم پړاو شپږ ورځنۍ برنامه پیل شوه.

جمادي‌الاخر ۲۲مه/لېندۍ ۲۲مه.
د یادې برنامې په ویاړ جوړه شوې غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د ملکي خدمتونو انسټیټوټ په تالار کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او د ولایتي دفتر رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: د دفتر رئیسان مهم خلک دي؛ په ولایتي ادارو کې د خلکو کارونه دوی سره تعلق لري، که د وزارتونو او ادارو دفتر رئیسانو ظرفیت لوړ وي، کاري استقامتونه او ورسپارل شوې چارې ورته معلومې وي او په اړه یې پوره معلومات ولري، نو د ټول وزارت او ادارې چارې سمې دي او که نقصان پکې و، نو بیا له ورایه د هغه وزارت یا ادارې کارونو کې نیمګړتیا تر سترګو کېږي.

همداراز د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه؛ د ټولو مسؤولینو شرعي مکلفیت جوړیږي چې کوم کار ور وسپارل شي، سربېره پر دې چې د هغه کار ترسره کول واجب دي، د هغه اړوند معلومات ترلاسه کول هم پرې واجب ګرځي.

یاده غونده چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.