د قرارداد دورکړي خبرتيا

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د امارتي شرکتونو لوی رياست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د کليو د ۲۰ قلمه برېښنايي تجهيزاتو د تدارک پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/DABS/1403/G-827/NCB/Rebid ده، د شبير شيرزي لميټډ شرکت ته چې د جواز شمېره يې 21098 ده او د افغانستان – مرکز کابل شش درک په سيمه کې موقعيت لري؛ په مجموعي قيمت 57،806،265 ( اووه پنځوس ميليونه، اته سوه شپږ زره، دوه سوه پنځه شپېته افغانۍ) په قرار داد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه سره له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.