د کابل ختیځ کې مسافرو لپاره د ترمینل جوړولو چارې پيل شوې

د کابل ختیځ کې مسافرو لپاره د ترمینل جوړولو چارې پيل شوې
د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د کابل ختيځ کې د مسافرو لپاره د ترمينل جوړولو غونډه کې ګډون وکړ.
دا غونډه چې نن یکشنبه (شوال المکرم ۸مه/وري ۱۷مه) د کابل په ختیځ کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور، د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د کور او ښار جوړونې وزیر مولوي حمدالله نعماني، د ټرانسپورټ او هوایي چلند مالي او اداري مرستیال مولوي صدیق الله عابد، د کابل والي مولوي امان عبید او نورو مسؤولینو گډون کړی و.
غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په خپله وینا کې وویل: پر حکومت د ملت حق دی چې خپل ملت ته اسانتیاوې برابرې کړي او د خلکو اړتياوو ته په کتو د هغوی د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.
نوموړي وویل؛ چې دا نظام، هېواد او ځوريدلی ولس په امارتي مسؤولينو حق لري؛ ترڅو له شته فرصت څخه په استفاده د ولس خدمت وکړي، باید د شته فرصتونو له امله د الله تعالی شکر اداء کړو او د یوه سپېڅلي احساس، نوښت او انګېزې له مخې خپل کارونه ترسره کړي.
په غونډه کې د کور او ښار جوړونې وزیر مولوي حمدالله نعماني وویل، اسلامي امارت ولس ته د اسانتیا برابرولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او په دې ډول پروژو سره هېوادوالو ته کاري چاپېریال برابروي.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وویل؛ د خوښۍ ځای دی چې د پلچرخي سیمه کې د ختيځو ولایتونو لپاره معیاري ټرانسپورټي ترمینل جوړېږي او په وينا يې چې د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته د امنیت ترڅنګ په ډېرو برخو کې د هېواد د ابادی شاهدان یو.
د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف وویل چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د پراختیایي پروژو پلي کولو ته ژمن دی او په وينا يې د تېرې ادارې نيمه پاتې او نوې پروژې پيل شوي دي، چې د هېواد ټولو وګړو ته به د اسانتیا ترڅنګ د کار زمینه هم برابره کړي.
د کابل ولایت ختیځ کې د مسافر دا ترمینل چې په 7,3 جریبه ځمکه کې د ۱۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي، په کې اداري ودانۍ، جومات، د وسایطو د پارکینګ ځای، رسټورانټ او نورې ډېرې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
په پای کې د یاد ترمینل د بنسټ ډبره کېښودل شوه او دا مراسم د خیر په دعا پای ته ورسیدل.