د کابل ښار اتمه ناحیه کې یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
د کابل ښار اتمه ناحیه کې یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د اسنادو له ارزونې وروسته، یو باب اپارتمان د کابل ښار اتمه ناحیه، ستانکزۍ مېنه، اووم منزل کې د ګذر وکیل او امنیتي مسؤولینو په حضور کې د اصلي مالک شرعي وکیل ته وسپاره.
سهشنبه، رجب المرجب ۲۳مه/مرغومي ۲۳مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول مولوي لعل محمد برهاني، د نوموړي اپارتمان د سپارلو پر مهال وویل؛ د یاد اپارتمان اصلي مالک له هېواد څخه بهر و او اپارتمان یې بېسرپرسته پاتې و. د دې لپاره چې د اپارتمان د غصب مخنیوی او پکې د موجودو اجناسو ساتنه وشي، د یاد ریاست مسؤولینو له لوري مهرلاک شو چې وروسته بیا د اپارتمان اصلي مالک د اسنادو سره د چارو ادارې لوی ریاست ته عارض شو چې د اسنادو تر تأیید وروسته نوموړی اپارتمان یې شرعي وکیل ته وسپارل شو.
احمد شکیب د محمد معروف زوی، د عبدالوحید حافظي شرعي وکیل، د کابل ولایت اصلي اوسېدونکی، د یاد اپارتمان د سپارلو له امله د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د مسؤولینو له هڅو مننه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د امنیتي مسؤولینو سره په همغږۍ تر دې مهاله سلګونه کورونه او اپارتمانونه د اسنادو له تثبیت او څېړنې وروسته خپلو اصلي مالکینو ته سپارلي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.