د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب په پام کې لري تر څو د افغانستان بانک اړوند د افغانستان د تادیاتو عمومي سیستم امریت ته د اړتیا وړ د اوریکل لایسنسونو خدماتو د تدارک پروژه چې د داوطلبۍ شمېره یې NPD/DAB/1403/NCS-906/NLB ده د لینکس لمېټيډ شرکت ته چې د جواز شمېره یې D-21519 ده، د کابل ښار مرکز ۱۰ ناحیې څلورم سرک د شهرنو ۳یمې کوڅې ۱۲۸ نمبر کور کې موقعیت لري؛ د 21,533,235.25 یو ویشت میلیونه، پنځه سوه دري دېرش زره، دوه سوه پنځه دېرش اعشاریه پنځه ویشت افغانیو په بدل کې ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
پته:د چارو ادارې لوی ریاست، د تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.