د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

شنبه، ۱۴۴۷ هـ.ق، صفر المظفر ۱۵مه/ ۱۴۰۴هـ.ق. زمري ۱۸مه.
د چارو اداري لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال د هلمند ولایت مرستیال والي مولوي محمد نبي حماس د یاد ولایت ښاروال، د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو رئیسانو سره وکتل.

د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال مفتي فرید احمد غزنوي د تخنیکي ټیم په مشرۍ د ساده شویو اداري پروسو د نویو چمتو شویو لارښودونو د تشریح او توضیح په موخه هلمند ولایت ته سفر وکړ.

د هلمند ولایت مرستیال د تخنیکي ټيم په سفر د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ یادې برنامې د ښې حکومتولۍ او مراجعینو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره اړینې وبللې او له یادې برنامې یې پوره ملاتړ وکړ.

د اداري پروسو ساده کولو ریاست تخنیکي ټیم د هلمند ولایت د پوهنې او عامې روغتیا ریاستونو اوهمداراز د یاد ولایت ښاروالۍ کارکوونکو ته د مراجعین محوره ساده شویو اداري پروسو د بدیلو طرحو د تشریح او توضیح کولو زده کړيیز سمینار پیل کړ.