د چارو ادارې لوی رئیس؛ د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره بايد ټول په ګډه کار وکړو

 

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د ادارې له امرینو سره وليدل او د چارو د لا چټکتيا او مسؤوليتونو په ښه توګه ترسره کولو ته يې وهڅول.

دا غونډه چې نن یکشنبه( شعبان المعظم ۱۷مه/ سلواغې/۲۸مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پکې د چارو ادارې لوی رياست د ټولو رياستونو امرينو او يو شمېر رئيسانو ګډون کړی و.

غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس په خپله وینا کې وویل؛ هیواد او نظام زمونږ او تاسو مشترک کور دی؛ نو پکار ده، چې د ابادۍ او پرمختګ لپاره یې شپه او ورځ هڅې وکړو او په دې لاره کې ګړندي ګامونه واخلو.

نوموړي وويل چې د مسؤوليت پر مهال د مسؤولينو وختونه امانت دي او د دې لپاره چې په دې امانت کې خيانت ونشي، نو مسؤولين بايد خپل وختونه د‌ نظام د پياوړتيا او د ولس په خدمت کې‌ تېر کړي او پخپلو چارو کې له غفلت څخه ځان وساتي.

د چارو ادارې لوی رئیس وويل چې اسلامي نظام کې خدمت بايد د عبادت په نیت وشي او په وينا يې چې دا نظام، هیواد او ځورېدلی ولس په امارتي مسؤولينو حق لري؛ ترڅو له شته فرصت نه په استفاده د ولس خدمت وکړي او مسؤولين بايد په خپله وړتیا، پوه او تخصص مغروره نشي؛ عاجزي وکړي، د الله تعالی شکر اداء کړی او د یوه سپېڅلي احساس، نوښت او انګېزې له مخې خپل کارونه ترسره کړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د امرینو ستونزې، غوښتنې، وړانديزونه‌، نظريات او مشورې واورېدې او د حل ډاډ‌ يې ورکړ.

دا غونډه چې د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.