میدان وردګو ولایت کې د انټیموني او سربو د پروسس فابریکې پرانېستغونډه وشوه

میدان وردګو ولایت کې د انټیموني او سربو د پروسس فابریکې پرانېستغونډه وشوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د ميدان وردګو ولایت مرکز، ميدان ښار کې د انټيموني او سربو د پروسس فابریکې پرانيسته وکړه. افغان قرغز فابریکه د ۵ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه چې تر دې مهاله یې ۷۰ سلنه چارې بشپړې شوي دي. دغه فابریکه په ۲۵ جریبه ځمکه کې جوړه شوې او په راتلونکو دوو میاشتو کې به يې ټولې چارې بشپړې شي.

دا غونډه سه شنبه (محرم الحرام ۱۲مه چنګاښ ۱۷مه) میدان وردګو ولایت کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري جوړه شوې وه، چې په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون کړی وو.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: افغانستان ته د پرمختګ یوه ښه زمینه برابره شوې؛ اوس مسؤولین او پانګوال ټول د یوې سپیڅلې روحیې او احساس له مخې د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره ګړندي ګامونه اخلي.

شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: کانونه د الله تعالی له لوري یو ارزښتناک نعمت دی. اسلامي امارت به یې د خلکو د هوسا ژوند، د چاپېریال ساتنې او د ټولنې د اسانتیاوو برابرولو لپاره په سمه او مسؤولانه توګه وکاروي؛ ترڅو ټول ولس ترې ګټه واخلي او هېواد مو پرمختګ وکړي.

نوموړي زیاته کړه: د اسلامي امارت هر مسؤول په دې هڅه کې دی چې په کوم ډول خپل ځورېدلي ملت ته د سوکالۍ او اسانتیاوو زمینه برابره کړي؛ ترڅو د ولس ستونزې حل او له خپلو ټولو حقوقو څخه برخمن شي.

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري وویل: افغانستان له لسیزو جګړو وروسته داسې یو فرصت لاسته راوړی، موږ ته پکار ده، چې له یاد فرصت نه په استفادې له معدنونو څخه د هېواد د ابادۍ برخه کې کار واخلو. افغانستان د انټیموني او سربو له پلوه یو غني هېواد دی، اسلامي امارت ژمن دی چې هېواد اباد کړي.

نوموړي زیاته کړه: د هېواد معدني خام مواد به په کور دننه پروسس کېږي د پروسس څخه وروسته به هېواد کې ترې ګټه واخیستل شي او د دې ترڅنګ به نورو هېوادونو ته هم صادر شي.

دا غونډه د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.