د پراختیایي پروژو د پلي کېدو پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو په موخه د امارتي وزارتونو او ادارو مسؤولینو سره غونډه ترسره شوه
د پراختیایي پروژو د پلي کېدو پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو په موخه د امارتي وزارتونو او ادارو مسؤولینو سره غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې د ملي اقتصاد او زېربناوو رئیس مفتي شمس الرحمن په مشرۍ د ا.ا.ا د کابینې ۹ ګڼه مصوبه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۳۷۶۰/۱۴۰۱ ګڼې حکم په اساس منظوره شوې، د ټولو امارتي وزارتونو او ادارو مسؤولینو سره د پراختیایي پروژو د پلي کېدو پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو په موخه غونډه ترسره شوه.
چهارشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق، رجب المرجب ۱۷مه/۱۴۰۴هـ.ش، مرغومي ۱۷مه.
د غونډې پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست د ملي اقتصاد او زېربناوو رئیس مفتي شمس الرحمن خپلو خبرو کې وویل؛ د اسلامي امارت مسؤولینو سره د هېواد د پرمختګ، خپل ولس ته خدمت او اسانتیاوو برابرولو انګیزه او فکر موجود دی او د ننني مجلس موخه دا ده چې وزارتونه او ادارې هغه ستونزې د کابینې د پرېکړې مطابق په ګوته کړي چې د پراختیایي پروژو د تطبیق په مخکې خنډ دي او بودجه له مصرف څخه پاتې کېږي.
همداراز نوموړي زیاته کړه؛ دا چې د اسلامي امارت ټوله عادي او پراختیایي بودجه له داخلي عوایدو څخه تمویلېږي او په دې سختو شرایطو کې یې بیا هم لومړیتوبونه په نظر کې نیولي او د پراختیایي بودجې مصرف د حکومتدارۍ تر ټولو مهم اصل ګڼل کېږي.
ورپسې د غونډې ګډونوالو په خپل وار سره د پروژو د تطبیق برخه کې شته ستونزې، د خنډ او ځنډ اساسي او بنسټیز لاملونه او عوامل په تفصیلي بڼه شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د ملي اقتصاد او زېربناوو رئیس لخوا ګډونوالو ته ډاډ ورکړل شو چې د پروژو د تطبیق برخه کې یې شته ستونزې واورېدې او د کمېټې په موجودیت کې به د ستونزو له منځه وړلو او یاد بهیر د چټکتیا لپاره د حل لارې چارې ولټوي او دوی ته به یې د پلي کېدو په موخه ور واستوي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.