د پانګونې اسانتیا رئیس: پانګوال د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې بنسټیز رول لري

د پانګونې اسانتیا رئیس: پانګوال د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې بنسټیز رول لري


د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمدضیاء خالد په مشرۍ او د ښاروالیو د انسجام عمومي ریاست، د مالیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو او موسیز خصوصي شرکت د استازو ترمنځ لغمان ولایت کې د یوه تجارتي مارکیټ د جوړولو په موخه ګډه غونډه ترسره شوه.

چهارشنبه، ۱۴۴۶ هـ ق ذوالحجې ۲۸مه / د ۱۴۰۴ هـ ش چنګاښ څلورمه.

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس د یادې موضوع په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ وویل: اسلامي امارت اقتصاد ته بشپړه پاملرنه کوي، پانګوال د اسلامي امارت په پیاوړتیا کې بنسټیز رول لري او همداراز پانګوال خلکو ته د کار زمینه برابروي.

یاده غونډه کې ګډونوالو د یاد مارکیټ د جوړولو په اړه خپل نظرونه د عامه او خصوصي مشارکت په توګه شریک کړل او څرګنده یې کړه چې په عامه او خصوصي مشارکت کې هیڅ لوری نه تاواني کېږي.

د موسیز خصوصي شرکت به په یاد تجارتي مارکیټ کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د شلو کلونو لپاره ۲۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه وکړي، چې ۴۰ سلنه ګټه به یې اسلامي امارت ته ورسېږي.

د غونډې په پای کې د یاد مارکیټ قرارداد د اړوندو ادارو د استازو او د موسیز خصوصي شرکت له لوري لاسلیک شو.

یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه او د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.