د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس د صلاح کاکړ درملو د تولید فابریکې څخه لیدنه وکړه
د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس د صلاح کاکړ درملو د تولید فابریکې څخه لیدنه وکړه
د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس، مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد کابل ښار کې د صلاح کاکړ د درملو تولید فابریکې څخه لیدنه وکړه.
د ذوالحجې ۲۴مه / د غبرګولي ۲۰مه
د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس د لیدنې پر مهال وویل چې اسلامي امارت د هېواد د تولیدي فابریکو د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هڅې کوي؛ ځکه د تولیدي فابریکو رامنځته کېدل او پراختیا خلکو ته د کار زمینه برابروي او هېواد د ځان بسیاینې پر لور بیایي.
د یادې فابریکې رئیس، حاجي غوثالدین کاکړ، د سرمایه ګذارۍ د تسهیل ریاست د مسؤولینو له پاملرنې خوښي څرګنده کړه او د فابریکې د درملو وړاندې کولو د بهیر شته ستونزې یې د یاد ریاست رئیس سره شریکې کړې.
له بلې خوا، د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس ډاډ ورکړ چې ستونزې ورځ تر بلې کمېږي او د اسلامي امارت رهبري د کورنیو تولیدي فابریکو د ودې او د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره ګړندي ګامونه اخلي.
د یادونې وړ ده، چې دغه فابریکه د ۹۶ ډوله بېلابېلو درملو د تولید ترڅنګ هره ورځ ۵۰ زره بوتله شربت هم تولیدوي.