د افغانۍ کارول او د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو، د قاچاق د مخنیوي په اړه د ریاست الوزراء عالي مقام حکم

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د افغانۍ کارول او د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو، د قاچاق د مخنیوي په اړه د ریاست الوزراء عالي مقام حکم

د حکم ګڼه:۴۰۸۸
نېټه: ۲۶/۰۷/۱۴۴۶ هـ ق

(۱) ټولو سوداګرو، صرافانو او د قیمتي ډبرو له کاروباریانو او ټولو هیوادوالو ته لارښوونه کيږي چې لاندې موارد عملي او په جدي توګه رعایت کړي:
۱- ټول هیوادوال دې د راکړې ورکړې په مهال افغانۍ وکاروي.
۲- هیڅوک نشي کولای د هیواد د هوايي ډګرونو له لارې له (۵۰۰۰) زیات او د ځمکې (سرحدونو او پولو) له لارې د (۵۰۰) زیات ډالر په نغدي ډول له ځان سره ولیږدوي.
۳- که څوک له پورته اندازې څخه ډېر ډالر ولیږدوي، سرغړونکو ته به يې:
- د هر یو میلیون ډالرو د لیږد په مقابل کې یو کال،
- تر یو میلیون کم د هر سل زرو په مقابل کې یوه میاشت، او په دويم بند کې له ذکر شوې اندازې څخه پورته تر سل زرو ډالرو پورې لېږدونکی شخص به تر لسو ورځو پورې زنداني کيږي.

۴- هغه اسعار او سره زر چې د سرغړونکو څخه نیول کیږي، هغه به د ریاست الوزراء تر لزوم دید پورې د افغانستان بانک کې ساتل کیږي.
۵- هیواد ته د سیمې د هیوادونو پورې اړوند اسعار راوړل ممنوع دي.
(۲) له هېواد څخه بهر د اسعارو، سرو زرو، قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی د اسلامي امارت د استخباراتو د لوی ریاست، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو مسؤولیت دی.
د افغانستان اسلامي امارت
د ریاست الوزرا عالي مقام