د پاليسۍ او ستراتيژۍ رئيس د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مسؤولينو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه
د پاليسۍ او ستراتيژۍ رئيس د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مسؤولينو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه
يکشنبه، جمادي الأولی ۴مه/ لړم ۴مه.
د چارو ادارې لوی رياست د پاليسۍ او ستراتيژۍ رئيس مفتي عبدالواحد عثماني په مشرۍ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت عمومي رئيس غلام الرحمن کظيم سره د ياد شرکت پراختيايي پلان جوړولو په موخه د همغږۍ ناسته د یاد شرکت عمومي رئیس په کاري دفتر کې ترسره شوه.
د غونډې پیل کې د پاليسۍ او ستراتيژۍ رئيس مفتي عبدالواحد عثماني څرګنده کړه، چې اوس د خدمت يو ښه فرصت برابر شوی؛ ترڅو موږ او تاسې هېوادوالو ته معیاري او اغېزناک خدمتونه وړاندې کړو.
نوموړي زياته کړه چې د پاليسۍ او ستراتيژۍ رياست مسؤوليت لري چې د شپږو امارتي شرکتونو لپاره پراختيايي پلانونه جوړ کړي؛ ترڅو د يادو شرکتونو د خدمت ساحه پراخه، عوايد یې شفاف او زيات، مالي وضعيت يې ښه او د کارکوونکو ظرفيتونه يې لوړ شي.
ورپسې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت عمومي رئيس غلام الرحمن کظيم د پاليسۍ او ستراتيژۍ رئيس او ورسره تخنيکي ټيم ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې په تېر کې د اوبو رسولو او فاضلابو برخه کې د پام وړ کار نه وو شوی، په داسې حال کې چې د اوبو رسول د هېوادوالو لپاره حياتي مسئله ده او د نوموړي شرکت مسؤولين هڅه کوي؛ ترڅو هېوادوال د دې حياتي پروژې له ګټو برخمن شي.
په پای کې د پاليسۍ او ستراتيژۍ رياست تخنيکي ټيم د ياد شرکت تخنيکي ټيم سره د پراختيايي پلان جوړولو او ښه تطبيق په اړه مفصل بحث ترسره کړ او د ياد شرکت له مسؤولینو یې وغوښتل چې د هغو پروژو نوملړ چې ياد شرکت یې د راتلونکو دريو او يا څلورو کلونو لپاره د کابل ښار لپاره پلان کې لري د پاليسۍ او ستراتيژۍ رياست سره شريک کړي؛ ترڅو یې په پراختيایي پلان کې ځای پرځای کړي.
همدا راز، د ياد شرکت مسؤولینو له لوري د نوموړي شرکت د فعاليتونو اړوند يو لنډ پرېزنټېشن هم وړاندې شو چې د ښاغلي عثماني له لوري ورته د فعاليتونو د ښهوالي اړوند لازمې لارښوونې ورکړل شوې.
ياده غونډه چې د قرانکريم په مبارکو ايتونو پيل شوې وه، د خير په دعاء پای ته ورسېده.