د مالیې وزارت او حبیب الله ځاځي شرکت ترمنځ د باغ بالا تفریحي پارک تړون لاسلیک شو

د مالیې وزارت او حبیب الله ځاځي شرکت ترمنځ د باغ بالا تفریحي پارک تړون لاسلیک شو

یاده غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې جوړه شوې وه؛ چې مشري یې د چارو ادارې لوی ریاست د امارت د پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالباري عاطف کوله، پکې د مالیې وزارت اداري مرستیال مولوي دوست محمد مخلص او د حبیب الله ځاځي تفریحي پارک شرکت رئیس ګډون کړی وو.

سه‌شنبه، ۱۴۴۷هـ.ق، محرم الحرام، ۲۶مه/۱۴۰۴هـ.ش، چنګاښ ۳۱مه.
پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست د امارت د پالیسۍ مرستیال وویل: د اسلامي امارت په راتلو سره پانګوالو ته ښه زمینه برابره شوې؛ ترڅو د هېواد د پرمختګ، ښېرازۍ او ابادۍ په برخه کې خپل مسؤولیت اداء کړي. موږ د داسې مخلصو پانګوالو د احساس او سپېڅلې روحیې قدرداني کوو.

د مالیې وزارت اداري مرستیال د یاد تړون په هکله ګډونوالو ته بشپړ معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د کابل ښار څلورمه ناحیه کې د باغ بالا تفریحي پارک ساحه چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې په قرار داد ورکول شوه، ټول مساحت یې ۱۶۰ جریبه دی، چې د ۳۶۶،۸۹۲،۸۹۰ میلیونه افغانیو د پانګونې په ترسره کولو سره یې د ۲۰ کلونو لپاره تړون منظور شوی دی، ۲ کاله به یې د ودانیزو چارو او ۱۸ کاله به یې د ګټې اخیستنې موده وي.
یاده موده کې به د اسلامي امارت د عوایدو سهم ۳۱ سلنه او د شرکت ۶۹ سلنه وي.

ورپسې د حبیب الله ځاځي تفریحي پارک رئیس زیاته کړه؛ د هېواد د پرمختګ او ابادۍ برخه کې د اسلامي امارت د مسؤولینو هڅې د ستایلو وړ دي، موږ ژمنه او تعهد کوو، چې یاده پروژه به په ښه کیفیت، د قرارداد مطابق او معیارونو سره سم ترسره کړو.

وروستۍ برخه کې د مالیې وزارت اداري مرستیال او د حبیب الله ځاځي تفریحي پارک رئیس ترمنځ یاد تړون لاسلیک شو.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء پای ته ورسېده.