د سیاحتي او تحصیلي شرکتونو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د سیاحتي او تحصیلي شرکتونو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مفتي محمد ادریس انوري په مشرۍ د مرکز او ولایتونو د سیاحتي او تحصیلي شرکتونو له استازو سره د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
دوشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق ذوالقعدې لسمه/۱۴۰۵هـ.ش غوايي اوومه.
د غونډې په پیل کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو مرستیال ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست د ټولنې مختلفو اقشارو سره تر ۱۵۰ زياتې غونډې کړي چې د خلکو ډېرو غوښتنو او ستونزو ته په کې رسېدنه شوې ده.
ورپسې د سیاحتي او تحصیلي شرکتونو استازو په خپلو خبرو کې وویل چې تېر کال شاوخوا ۱۸۵ زره ګرځندویان افغانستان ته راغلي او دا مهال نږدې ۶۸۰۰ شرکتونه په دې برخو کې فعالیت لري. هغوی زیاته کړه چې د سیاحت برخه کې لا هم یو شمېر مهمې ستونزې شته، چې په کې د ډېرو هېوادونو د قونسلګریو د تړل کېدو له امله د ویزو ترلاسه کول او د شرکتونو لپاره د يو ځانګړي سیسټم نشتون د يادونې وړ دي.
په پای کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د ګډونوالو ستونزو له اوريدو وروسته ژمنه وکړه چې د حل په موخه به یې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.
ياده غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر دعا سره پای ته ورسېده.