ننګرهار کې پر ۱۰۰ زلزلهځپلو کورنیو خوراکي او غيرخوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

ننګرهار کې پر ۱۰۰ زلزلهځپلو کورنیو خوراکي او غيرخوراکي توکو مرستې ووېشل شوې
ربيعالاول ۱۴مه / وږي ۱۶مه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټې په مالي ملاتړ، د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ پر ۱۰۰ زلزلهځپلو کورنیو ۱۰ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وویشلې.
قاري عبدالمتین رحیمزي، د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست د عملیاتي چارو رئیس، د مرستو د وېش پر مهال د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټې له همکاریو مننه وکړه او له یادې مؤسسې یې د ورته نورو مرستو غوښتنه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د ختيځو ولايتونو هيوادوال مو په ډېرو سختو شرایطو کې دي او اړینه ده چې په دغو شیبو کې یو د بل لاسنیوی وکړو.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د چارو ادارې لوی ریاست د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټې په مالي ملاتړ کنړ ولایت کې پر ۱۵۰ زلزلهځپلو کورنیو ۱۰ قلمه خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې، چې په کې د یوې کورنۍ لپاره د ۵۰ کیلو اوړو یوه بوجۍ، د ۱۰ کیلو غوړو بوشکه، ۱۰ کیلو وریجې، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا، نیم کیلو چای، د څښاک اوبه، یوه کمپله او یوه خېمه شامله وه.