د قرارداد ورکړې خبرتیا

د قرارداد ورکړې خبرتیا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د ملي تدارکاتو ریاست، د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست/ د شمالي امارتي ډبرو سکرو شرکت په استازیتوب، په پام کې لري چې د "۱۸ قلمه ماشین الاتو او معدني تجهیزاتو او ۱۳۴ قلمه توکو او پرزو" د تدارک پروژه، چې په دوو لاټو وېشل شوې او دا یې دویم لاټ دی، د دواطلبۍ شمېره یې NPD/NCE/1403/G-933/NCB/REBID ده، د "قطره لوژستیکي خدماتي شرکت" ته ورکړي. یاد شرکت د جواز شمېره D-63986 لري او پته یې: د کابل ښار، څلورمه ناحیه، لومړی سړک، د انصاري څلور لارې ته نږدې، کابل سټي سنټر، مرکز کابل دی. دا قرارداد به په مجموعي ډول د ۲۰،۳۰۰،۰۰۰ (شل میلیون او درې سوه زره) افغانیو په ارزښت ورکړل شي.
هغه حکمي او حقوقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان له نیټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، د پروژې اړوند دلایلو سره سم، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې، د ملي تدارکاتو ریاست ته په لیکلي ډول وړاندې کړي.
پته: د چارو ادارې لوی ریاست، ملي تدارکاتو ریاست، تخنیکي مرستیالي، د تدارکاتي اسانتیاوو مدیریت، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دا خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنا نده او تر هغه چې پورته یاد شوی وخت پوره نه شي او قانوني مراحل بشپړ نه شي، قرارداد به نهایي نه شي.