د ثانوي دورې په ۳۹ بابه ښوونځیو کې د رشته بندۍ د تطبیق سیمینار ترسره شو
د ثانوي دورې په ۳۹ بابه ښوونځیو کې د رشته بندۍ د تطبیق سیمینار ترسره شو
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د پوهنې وزارت د ثانوي دورې په ۳۹ بابه ښوونځیو کې د رشته بندۍ د تطبیق سیمینار کې ګډون او وینا وکړه.
د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم ۲۵مه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري ۲۳مه
د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: د ټولنې د اصلاح لپاره معارف اساسي ځای دی، اسلامي امارت دې برخې ته ښه توجه کړې ده، د دوی د ضرورتونو لپاره یې ښه چاپیریال برابر کړی دی، د استادانو لپاره علاوه له نصاب څخه تربیوي سیستم جوړول یو ابتکار دی.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل: په تېرو څو لسیزو کې مو هېواد د جګړو او ګډوډیو ښکار و، بنسټیز کارونه نه و شوي؛ نو ځکه له نورو هېوادونو وروسته پاتې شو. خو اوس حالت بدل شوی؛ د ابادۍ او پرمختګ ښه زمینه برابره شوې او دا وخت دی چې د تېر تشه ډکه او د زېربناوو په جوړولو کې جدي او عملي ګامونه واخلو.
یاده غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.