د عامې روغتیا وزارت د سلګونو بستونو لپاره برېښنايي ازموینه واخیستل شوه

د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د عامې روغتیا وزارت د سلګونو بستونو لپاره د برېښنايي ازموینو غونډه جوړه شوه چې په کې د امارت چارو انسجام مرستیال مولوي سیف الدین تائب، د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس مفتي شهزاد نور ګډون درلود.

دغه غونډه چې نن شنبه (جمادي الثاني ۱۲مه/ليندۍ۲۴مه) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو انسجام مرستيال وويل په دې ازموینه کې تکړه کسان او هغه کسان چې زده کړې یې کړي دي بریالي کیږي او هغه کسان چې بریالي نه شي راتلونکې پروسې ته به چمتووالی نیسي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپلو خبرو کې وویل، د عامې روغتیا وزارت یو تخصصي وزارت دی او موږ هڅه کوو چې د هېواد د دردونو د درملنې لپاره وړ او متخصص کسان وګمارو، نوموړي دغه راز زياته کړه، چې د هېواد په ټولو ولسواليو کې روغتونونه جوړېږي او په ټولو کې ډاکټرانو ته اړتيا ده.

په دې غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مفتي شهزاد نور وويل د استخدام پروسه کمپيوټري او الکترونيکي ده. خلک د تخصص، لیاقت، وړتیا او ژمنتیا پر بنسټ ټاکل کیږي، د ازموینې پروسه شفافه ده او هیڅ ډول درغلي په کې نشته.

دا غونډه چې د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوې وه؛ د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.