د چارو ادارې لوی رئیس؛ د خلکو خدمت یو ستر مسؤولیت او عبادت دی

د چارو ادارې لوی رئیس؛ د خلکو خدمت یو ستر مسؤولیت او عبادت دی

د نظارت، مراقبت، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د کاري پروسو زده‌کړه، د ولایتونو د کارکوونکو چارو د رئیسانو، آمرینو او ولایتي کارپوهانو لپاره د ظرفیت لوړولو شپږ ورځنی سمینار پیل شو.

دغه غونډه نن شنبه (صفر ۸ مه زمري ۱۱مه) د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټيټوټ د غونډو تالار کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او یو شمېر نورو مسؤولینو په ګډون ترسره شوه.

د چارو ادرې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: موږ له اسلامي نظام سره ژور عقیدتي او عملي تعلق لرو او دا زموږ لپاره یو ستر افتخار او سعادت دی. همدا نظام موږ ته دا زمینه برابر کړې چې د خلکو خدمت وکړو، د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړو او حقونه یې وساتو. د خلکو خدمت یوازې وظیفه نه، بلکې یو عبادت او اخروي مسؤولیت دی.

شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ اسلامي نظام کې د کارکوونکو لپاره د زده کړې زمینه برابره شوې ده، چې دا یو مهم فرصت دی. باید له دې موقع اعظمي استفاده وشي، زده کړه وشي، مهارتونه لوړ شي او دا پوهه په عملي ژوند او د خدمت ډګر کې وکارول شي. علم او عمل دواړه د پرمختګ بنسټونه دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس شیخ محمد طارق طاووس وویل: نننی روزنیز پروګرام د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د سالم او هڅوونکي کاري چاپېریال برابرولو او همداراز د ادارې د چارو له خنډ او ځنډ څخه د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی. موږ باور لرو چې وړتیا، مسلکیتوب او همغږي زموږ د ادارو د پرمختګ بنسټیز عوامل دي.

دا غونډه د قران کریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.