د داوطلبۍ خبرتيا

د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د ارتل له پل څخه د جوی شير تر نوي سرک پورې د سرک نښلولو پراختيايي پروژه.
د دواطلبۍ شمېره: Rebid/NPD/KM/1403/W-664/NCB
بانکي تضمين: (1,700,000) افغانۍ
د افر پرانيستې ناسته: ۱۴۰۳ لمريز کال د لړم ۲۷ مه له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې.
د اړيکې شمېره: 0202143274
برېښناليک: npd.bidding4@gmail.com
پته: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.