اريانا افغان هوايي شرکت ته د هوايي ډګرونو ځکمنیو خدمتونو چارو سپارلو اړوند مشورتي ناسته ترسره شوه

اريانا افغان هوايي شرکت ته د هوايي ډګرونو ځکمنیو خدمتونو چارو سپارلو اړوند مشورتي ناسته ترسره شوه


د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو انسجام مرستیال مولوي سیف‌الدین تائب په مشرۍ د اريانا افغان هوايي شرکت او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ترمنځ د اريانا افغان هوايي شرکت ته د هيواد په هوايي ډګرونو کې د ځکمنیو خدمتونو چارو سپارلو په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه.

چهارشنبه، جمادي‌الأولی ۲۱مه/ لړم ۲۱مه.
ياده ناسته چې د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو انسجام مرستيال په کاري دفتر کې ترسره شوه، په کې د چارو ادارې لوی رياست د اقتصاد او زیربناوو رئیس مفتي شمس‌الرحمن، د اريانا افغان هوايي شرکت عمومي رئیس مولوي بخت‌الرحمن شرافت، د ملکي هوايي ډګرونو عمومي رئیس عبدالستار غروال او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون کړی وو.

پیل کې د اقتصاد او زیربناوو رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل او څرګنده یې کړه چې د اريانا افغان هوايي شرکت غوښتنه کړې، څو د هېواد په هوایي ډګرونو کې د ځمکنيو خدمتونو چارو قرارداد، چې دا مهال د ګاک شرکت سره ده، د ياد شرکت سره ترسره شي.

د اريانا افغان هوايي شرکت عمومي رئیس مولوي بخت‌الرحمن شرافت وویل چې که چيرې اريانا افغان هوايي شرکت ته ياد قرارداد ورکړل شي نو ورسره به د ياد هوايي شرکت خدمتونو کيفيت لوړ او د ټیکټونو په بيو کې د پام وړ کموالی راشي.

د امارت چارو انسجام مرستيال مولوي سیف الدین تائب په خپلو خبرو کې وويل موږ او تاسې باید د نظام پیاوړتیا او خلکو د لا ښه خدمت لپاره ګډ کار وکړو او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له مسؤولینو یې وغوښتل؛ ترڅو د اريانا افغان هوايي شرکت د پیاوړتیا په برخه کې ورسره دوامداره همکاري وکړي.

په پای کې مولوي سیف‌الدین تائب پريکړه وکړه چې دواړه لوري دې د خپلمنځي ناستې له لارې د يادې موضوع اړوند موافقې ته ورسېږي او د پایلې راپور دې د چارو ادارې لوی ریاست سره شريک کړي؛ ترڅو د رياست الوزراء عالي مقام ته وړاندې شي.

دا غونډه چې د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.