د ا.ا.ا د چارو ادارې د عمومي رياست د دفتر رياست کاري ساحه
ليدلوری:
د چارو د پايلو د لا ښه والي په موخه د پروګرامونو، اهدافو او پلانونو د پلي کولو په برخه کې د چارو ادارې لوی رياست هر اړخيز ملاتړ.
ماموريت:
د ا.ا.ا د چارو ادارې د دفتر رياست؛ د چارو ادارې د عمومي رياست دفتر، د رياست الوزراء د مقام، د عالي مقام د دفتر عمومي رياست، د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د ادارې او له اداري فساد سره د مبارزې او نورو ټولو ادارو ترمنځ د پول حيث لري او د هيواد د نافذه قوانينو په چوکاټ کې د چارو د ښه تنظيم او سمون په موخه خپلې چارې پرمخ وړي.
هدف:
د چارو ادارې لوی رياست دفتر د ټولو اړوندو رياستونو چارې د اصولو او قوانينو سره سمې څاري او نظارت يې کوي، ترڅو د اصولو او مقرراتو له مخې په ټاکلي وخت او له ځنډ پرته چارې پرمخ لاړې شي.
د رياست دفتر کاري ساحه:
۱: د مياشتينيو، درې مياشتينو او کلنيو کاري پلانونه چمتو کول او همدا راز مياشتيني، درې مياشتيني او کلني ګزارشونه ترتيبول.
۲: د رياست الوزراء د عالي مقام د فرمانونو، احکامو او اعلاميو ثبت او خپرول.
۳: د چارو ادارې د لوی رياست په هدايت د يادښتونو ترتيب او د رياست الوزراء عالي مقام ته يې سپارل.
۴: د چارو ادارې د لوی رئيس د حکمونو او لارښوونو ترتيب، ثبت، خپرول او تعقيبول.
۵: د امير المؤمنين حفظه الله او رياست الوزراء د عالي مقام احکام او فرامين ثبت او خپرول.
۶: يادښتونه او وړانديزونه ترلاسه کول، په سيستم کې له ثبت او کتنې وروسته يې د رياست الوزراء عالي مقام او بيا د اميرالمؤمنين حفظه الله دفتر ته د هداياتو په موخه سپارل.
۷: د چارو ادارې لوی رياست مرستيال؛ د پلان او پاليسۍ په اړه، د چارو د پراختيا او همغږۍ په اړه، يا د اړتيا په صورت کې د مالي او بشری سرچينو په اړه ستونزو په حل کې مرسته کول.
۸: ټول هغه کارمندان چې د چارو ادارې تر چتر لاندې کار کوي، هغوی سره د ستونزو په حل کې مرسته کول.
۹: د چارو ادارې لوی رياست له لوري اړوندو ادارو ته د ورځنيو لېږل شويو مکتوبونو تعقيب او پوښتنه کول.
۱۰: په دفترونو کې د اداري اسانتياوو برابرول.
۱۱: د چارو ادارې لوی رياست، د دولت د وزارتونو او نورو ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کول.
۱۲: دولتي ادارو ته د چارو ادارې لوی رياست له لوري په رسمي مکتوبونو کې د لازمو اسانتياوو برابرول.
۱۳: د ښې حکومتولۍ د اصولو د تحقق په موخه متحد المال مکتوبونه د عالي مقام له هدايتو سره سم لېږل.
۱۴: د اجنډاوو، د اداري او رهبري غونډو جوړول او پرېکړې يې اړوندو ادارو ته لېږل او د عملي کېدو په موخه يې تعقيبول.
۱۵: د چارو ادارې لوی رياست د بيلابېلو رياستونو او معاونيتونو د کارونو په اړه د راپورونو او تحليلونو راټولول.
۱۶: د چارو ادارې د رياستونو ستونزو، مشکلاتو او وړانديزونو ته د حل لارې چارې برابرول.
۱۷: د چارو ادارې عمومي رياست اړوند د دولت د وزيرانو، د کابينې د دندو تعقيب او د چارو ادارې لوی رياست مقام ته يې د تطبيق هراړخيز راپور وړاندې کول.
۱۸:د چارو ادارې لوی رئيس ته په اداري او تخنيکي برخو کې اسانتياوې برابرول.
۱۹: د ولسي خلکو د شکايتونو او عريضو د ښه ثبت او نظم په اړه لازمې اسانتياوې برابرول او د اړتيا په صورت کې د چارو ادارې لوی رياست له مسؤلينو سره د ولسي خلکو ناستې او غونډې برابرول.
۲۰: د چارو ادارې لوی رياست له مقام سره د لوړپوړو دولتي کارمندانو او قومي مشرانو ناستې او مجلسونه برابرول.
۲۱: د اړوندو څانګو د کاري پلان او کاري راپور يو ځای کول او د اجراأتو په موخه يې د چارو ادارې لوی رياست مقام ته وړاندې کول.
۲۲: د چارو ادارې لوی رياست تر چتر لاندې د معاونيتونو، رياستونو او جانبي واحدونو د کاري پلان او ګزراش ترتيبول.
۲۳: د چارو ادارې عمومي رئيس د شفاهي لارښوونو له مخې له ټولو دولتي او غير دولتي څانګو، کارپوهانو، قومي مشرانو، حکمي او حقوقي شخصيتونو سره د تفاهم او همغږۍ فضاء رامنځته کول.
۲۴: د چارو ادارې لوی رياست له هداياتو سره سم د رياست دفتر، مرستيالانو، رياستونو او جانبي واحدونو، مکتوبونه چک کول.
۲۵: د اجير بالمقطع کارکوونکو د ګمارنې او د چارو ادارې د لوی رياست کارمندانو د سفرونو په اړه عريضې وړاندې کول.
۲۶: رئيس دفتر ته لېږل شوي اسناد، اړوند څانګو ته راجع کول.
۲۷: د چارو ادارې عمومي رياست د اړتياوو لپاره د F.S.9 (د توکو د غوښتنې فورم) لاسلیک کول او ليږل.
۲۸: د نورو ټولو هغو دندو او وظايفو سرته رسول چې د چارو ادارې لوی رياست له لوري يې لارښوونه کيږي.