د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې دوه ورځنی روزنیز پروګرام مالیې وزارت کې پیل شو

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې دوه ورځنی روزنیز پروګرام مالیې وزارت کې پیل شو
د ریاست الوزراء محترم مقام د هدایت په رڼا د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کړنو ارزونې لارښودي دوه ورځنی روزنیز پروګرام مالیې وزارت کې جوړ شو.
دغه غونډه نن سه شنبه ذي الحجه ۲۰مه د عبرګولي ۲۷مه د مالیې وزارت د غونډو تالار کې د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس شیخ مولوي محمد طاووس طارق او د مالیې وزارت اداري مرستیال مولوي دوست محمد مخلص په گډون ترسره شوه.
شیخ مولوي محمد طاووس طارق د پروګرام ګډونوالو ته د اجرااتو د ارزونې پر اهمیت، ګټو او څرنګوالي مفصلې څرګندونې وکړې. نوموړي څرګنده کړه چې د اجرااتو ارزونه نه یوازې دا چې مامورین د ادارې د پلانونو د مؤثر پلي کولو لپاره هڅوي، بلکې دا بهیر د امارتي ادارو د کاري چټکتیا، سمون او خلکو ته د غوره، شفافو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو لامل ګرځي.
دغه راز د مالیې وزارت اداري مرستیال مولوي دوست محمد مخلص د ملکي خدمتونو ادارو کې د اجرااتو ارزونه اصل وباله او زیاته یې کړه چې د اجرااتو ارزونه د امارتي ادارو د پرمختګ او خلکو ته په ښه توګه د خدمتونو وړاندې کولو سبب کېږي.
پای کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د حقوقي چارو او پالیسیو ریاست د اجرااتو له ارزونې د کارپوهانو له لوري د اجرااتو د ارزونې بهیر، د پلان اساسي موخې، د کړنو کلیدي شاخصونه او د اجرااتو د ارزونې فورمې په بشپړ ډول تشریح او توضیح کړې او د ګډونوالو پوښتنو ته یې د قناعت وړ ځوابونه وړاندې کړل.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعاء پای ته ورسېده.