د پانګونې اسانتیا رئیس د اسد وصال د لبنیاتو تولیدي شرکت څخه لیدنه وکړه

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجینر احمد ضیاء خالد د خصوصي سکتور د ملاتړ په موخه د کابل ښار په صنعتي پارکونو کې د اسد وصال لبنیاتو له شرکت څخه لیدنه وکړه.

دغه ليدنه چې نن سه شنبه (جمادي الثاني ۷مه /ليندۍ۲۰مه) ترسره شوه، په کې د ياد شرکت تخنيکي مسؤول عبدالبصير حقمل د لبنياتو توليد او بسته بندۍ په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه، چې په دې برخه کې يې تر درې میلیونه ډالرو زياته پانګونه کړې او ۷۰ تنو ته یې په کې د کار زمینه برابره کړې ده.

نوموړي په هېواد کې د شيدو کمښت يوه ننګونه وبلله او د پانګونې اسانتيا له رئيس څخه يې وغوښتل چې د وارداتي پوډري شيدو د تعرفې په کمولو، پانګوالو ته د ځمکې د وېش او د برېښنا ستونزو په حل کې همکاري وکړي.

بل لور ته د پانګونې اسانتیا رئیس انجینر احمد ضیاء خالد وويل چې د خصوصي سکتور او صنعتکارانو ملاتړ د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب دی او ډاډ یې ورکړ چې د برېښنا ستونزو د هواري لپاره کار روان دی او په بنسټیز ډول به حل شي.

د پانګونې اسانتیا رئیس ټینګار وکړ، چې د اسلامي امارت د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې له ټولو صنعتکارانو او پانګوالو سره همکارۍ ته چمتو دی.