د چارو ادارې لوی رئیس: تېره اداره کې کرکه او بې باوري خپرېده؛ خو اسلامي امارت د مینې او ورورولۍ فضا رامنځته کړې

د چارو ادارې لوی رئیس: تېره اداره کې کرکه او بې باوري خپرېده؛ خو اسلامي امارت د مینې او ورورولۍ فضا رامنځته کړې

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د کابل غرب سیمې د اهل تشیع علماوو، کلتوري اشخاصو، قومي مخورو او ځوانانو سره وکتل.

ربیع الاول ۱۶مه/وږي ۱۸مه.
یاده غونډه د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي حکم په اساس د وزارتونو او ادارو دروازې د ولس پر مخ خلاصې دي او ستونزې یې اورېدل کېږي، د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.

د اهل تشیع راغلو استازو وویل؛ د اسلامي امارت په راتګ سره ژبني، قومي او سیمه‌ییز توپیر او تعصب له منځه تللی. هېواد کې د قدرت جزیرې ختمې شوې دي او د بيارغونې لپاره ښه زمينه برابره شوې ده.

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل؛ تېرو نظامونو د پردیو برنامو له مخې د ملت په منځ کې تعصب او نفاق ته لمن وهله؛ خو اوس اسلامي امارت د خلکو ترمنځ ورورولي او یووالي ته هڅه کوي. دا د شریعت او ملت مشروع غوښتنو سره سم عمل دی.

د یادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی ریاست مسؤولینو د هېواد له علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره وخت ناوخت ناستې ترسره کړي او د هغوی ستونزې یې اورېدلي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پیل شوې وه، د خير په دعاء پای ته ورسېده.