د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د ساده شویو اداري پروسو د تشریح دوه ورځنی پروګرام پای ته ورسېده

د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د ساده شویو اداري پروسو د تشریح دوه ورځنی پروګرام پای ته ورسېده

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو ریاست له لوري د کابل ښار د پوهنې ریاست لپاره د مراجعین محوره ساده شویو پروسو د نویو لارښودونو د تشریح او توضیح دوه ورځنۍ برنامه بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

یاد پروګرام نن شنبه (محرم الحرام ۲مه د چنګاښ ۷مه) د کابل ښار د پوهنې ریاست رئیس، د یاد ریاست کارکوونکو، د ښار د تعلیمي حوزو آمرینو او د تدریسي چارو عمومي مدیرانو ته ترسره شو، د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې تخنیکي ټیم له لوري تنظیم شوې وه.

د کابل ښار د پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني د پروسو په ساده کېدو خوښي څرګنده کړه، د نوو طرحو د پلي کېدو ډاډ یې ورکړ او د دې ډول پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.

همدارنګه د اداري پروسو ساده کولو ریاست مرستیال مفتي فرید احمد غزنوي د پروسو د ساده کولو په هکله تخنیکي معلومات وړاندې کړل او د اړوندو ادارو له لوري یې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

یاد پروګرام د قران کریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېد.