د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونو په تړاو د جلال‌اباد ښاروال سره ناسته ترسره شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونو په تړاو د جلال‌اباد ښاروال سره ناسته ترسره شوه

د چارو ادارې لوی ریاست، مطبوعاتي پلاوي د جلال‌اباد ښاروال قاري بسم الله بلال سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۷مې او ۲۰مې ګڼې فرمانونو د اغېزناک تطبیق او جلال‌اباد ښار او ولسوالیو کې د عامه پوهاوي په موخه ناسته ترسره کړه.

دوشنبه، شعبان‌المعظم اوومه/سلواغې شپږمه.
یاده ناسته کې د چارو ادارې لوی ریاست مطبوعاتي پلاوي د ۱۷مې ګڼې فرمان چې د خېښیو، ودونو، مصیبتونو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پرمهال د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه او ۲۰مې ګڼې فرمان چې د ښاري طرحو، نقشو او ودانیزو چارو اړوند صادر شوي؛ د غوره تطبیق، ارزښت، خپراوي او عامه پوهاوي په موخه اړین معلومات وړاندې کړل.

د جلال‌اباد ښاروال قاري بسم الله بلال د چارو ادارې لوی ریاست، مطبوعاتي پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړه او د یادو فرمانونو د ښه او پر وخت تطبیق، عامه پوهاوي او خپراوي په تړاو یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او دا یې د ښاریانو او ټولو مېشتو ولسونو لپاره نېک او پرځای اقدام وګڼلو، په وینا یې چې دوی به په وخت سره د ښاري خدمتونو د پیاوړتیا او ولسونو ته د اسانتیا برابرولو په موخه ټولې طرحې، ښاري نقشې او پراختیایي پلانونه شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی ریاست، مطبوعاتي ټیم په پام کې لري چې جلال‌اباد ښار، ولسوالیو او لویو لارو کې د عامه پوهاوي په موخه بېلبورډونو کې پیغامونه نصب کړي؛ ترڅو تر ښاریانو او ولسونو ورسېږي.