د کابینې دوولسمه غونډه: د نفتو د تصفیې معیاري کارخونو او راستنېدونکو ګډوالو ته د اسانتیاو رامنځته کولو اړوند بحث وشو

د کابینې دوولسمه غونډه: د نفتو د تصفیې معیاري کارخونو او راستنېدونکو ګډوالو ته د اسانتیاو رامنځته کولو اړوند بحث وشو


د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دوولسمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه د ۱۴۴۷هـ.ق کال د رجب المرجب میاشتې په اتمه او ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مرغومي په اتمه نېټه ترسره شوه.

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، په کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي مسائلو په اړه بحث او ځینې پریکړې وشوې.

غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ هیئت ته دنده وسپارل شوه چې هېواد کې د نفتو د تصفیې کارخونو په اړه څېړنه وکړي چې ایا کولی شي معیاري نفت تصفیه کړي.
همداراز سپارښتنه ورته وشوه چې د نفتو کارخونو پانګه وال وهڅوي؛ ترڅو په معیاري توګه کارخونې جوړې او د اړتیا وړ ماشینري په کې نصب کړي.

د دې ترڅنګ د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو هیئت ته دنده وسپارل شوه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له فرمان سره سم د کور او ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست استازو سره ناسته وکړي؛ ترڅو خلکو او په ځانګړي ډول هغو کډوالو ته چې له ګاونډیو هېوادونو څخه تازه راستانه شوي، د کورونو جوړولو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.