د چارو ادارې لوی رئیس: مظلومو او محرومو خلکو ته رسیدګی کول عبادت دی

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د چاپېریال ساتنې رئیس مولوي مطیع الحق خالص او یو شمېر نورو مسؤولینو او علماوو د "بشریت ترڅنګ" سرلیک لاندې غونډه کې چې د افغاني سرې میاشتې له لوري جوړه شوې وه ګډون وکړ.

یاده غونډه نن پنجشنبه د (ذوالقعدې ۱۰مه د غوایي ۱۸مه) دایره شوې وه.
غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: مظلومو او محرومو خلکو ته د توان په وس رسیدګي کول د عبادت په څیر اجر او ثواب لري او باید لاس نیوی یې وشي، نوموړي زیاته کړه د افغاني سرې میاشتې ټولنه داسې یوه اداره ده چې پېښځپلو سره یې تړاو لري، د اړمنو خلکو د حوایجو پوره کولو پر موخه خپلې چارې پر مخ وړي، او یقینا چې دا یو ستر عبادت دی.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپلو خبرو کې وویل: د بې وزله مسلمانانو باید لاس نیوی وشي، د ترحم ترسیورې لاندې راوستل شي او دا یوه انساني غوښتنه ده چې یو د بل لاس نیوی وکړو.

ښاغلي دلاور زیاته کړه: افغاني سرې میاشتې ټولنه په نږدې راتلونکي کې په پام کې لري ترڅو یو تخصصي روغتون جوړ کړي چې د متخصصینو ډاګټرانو په درلودلو سره به نورې ځانگړتیاوې او اسانتیاوې هم ولري، نوموړي زیاته کړه چې د افغاني سرې میاشتې ټولنه د بشري مرستو، صحت، هنري زدکړو ترڅنګ د کار زمینې برابرولو په برخه کې هم هر اړخیزې همکارۍ کوي.

یاده غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعا پای ته ورسېده.