د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس لوگر ولایت ته سفر وکړ

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس لوگر ولایت ته سفر وکړ
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د اداري پروسو ساده کولو رئیس ښاغلي بریالي ابدالي او ورسره مل تخنیکي ټیم لوگر ولایت د پوهنې ریاست او پل علم ښاروالۍ کارکوونکو ته د ساده شویو اداري پروسو د چمتو شویو لارښودونو د تشریح او توضیح په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
د یاد سفر ترڅ کې یې د لوگر ولایت والي شیخ ضیاءالرحمن مدني د یاد ولایت ښاروال او د پوهنې له رئیس سره وکتل.
ښاغلي بریالي ابدالي د یاد ولایت له والي سره لیدنه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د فعالیتونو او د یاد سفر په هکله معلومات ورکړل.
د لوگر ولایت والي د یاد ټيم په سفر د خوښي څرګندولو ترڅنګ یاده روزنیزه برنامه د دې ولایت د کارکوونکو او ادارو فعالیتونو ته ګټوره او اغیزناکه یاده کړه، د اداري پروسو له ساده کېدو یې خوښي وښوده او له یادې برنامې یې د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ.
یاد ولایت کې د لوړو زده کړو، کرنې او اوبو لګولو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند ولایتي څانګو د ساده شویو پروسو له پلي کېدو څخه څارنه ترسره شوه.