د بریښنایي تدارکاتو سیسټم له لارې د ۱۶۰ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې مدیریت او پلې شوې
د بریښنایي تدارکاتو سیسټم له لارې د ۱۶۰ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې مدیریت او پلې شوې
د چارو ادارې عمومي ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د ۱۴۰۴ هـ.ش مالي کال په ترڅ کې د بریښنایي تدارکاتو (AGEOPS) سیسټم له لارې د شاوخوا ۱۶۰ میلیارده افغانیو په ارزښت تدارکاتي پروژې او خدمات په بریالیتوب سره مدیریت او پلي کړي دي.
پنجشنبه، ۲۳ محرم الحرام / ۱۸ سرطان
د ملي تدارکاتو ریاست مسؤولین وایي: دغه لاسته راوړنه د بریښنایي تدارکاتو سیسټم د اعتبار، اغېزمنتیا او پراخې کارونې څرګندونه کوي او د ملي سرچینو د اغېزناک مدیریت، د امارتي تدارکاتي پروسو د رونټیا، حساب ورکونې او مالي سپما په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د چارو ادارې عمومي ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د بریښنایي تدارکاتو سیسټم امریت د ملکي خدمتونو په انسټیټیوټ کې د ۶۴ مرکزي او ولایتي امارتي ادارو کارکوونکو لپاره عملي روزنیز پروګرام هم ترسره کړی، چې ګډونوالو پکې د بریښنایي تدارکاتو سیسټم د کارونې اړینې عملي زده کړې ترلاسه کړې دي.