یو باب اپارتمان د کابل ښار په لومړۍ مکروریانو ساحه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو باب اپارتمان د کابل ښار په لومړۍ مکروریانو ساحه کې خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د اسنادو له ارزونې وروسته، یو باب اپارتمان د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه، لومړۍ مکروریانو، البرز بلاکونو اړوند سیمه کې د ګذر وکیل او امنیتي مسؤولینو په حضور د اصلي مالک استازي ته وسپاره.

یکشنبه، جمادالأولی څلورمه/ لړم څلورمه.
د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول مولوي لعل محمد برهاني د اپارتمان د سپارلو پر مهال وویل؛ یاد اپارتمان درې کاله وړاندې د دوی لخوا د غصب د مخنیوي، شته مالونو د ساتنې او خوندیتوب په موخه مهرلاک شوی و، چې د اسنادو تر تائید او د ملکیت تر تثبیت وروسته د اصلي مالک استازي ته تسلیم شو.

عبدالقادر مسعودي د اصلي مالک عزیزاحمد د فضل احمد زوی په استازیتوب د کنړ ولایت اصلي اوسېدونکي، د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د مسؤولینو له هڅو مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د امنیتي مسؤولینو سره په همغږۍ تر دې مهاله لسګونه کورونه او اپارتمانونه د اسنادو له تثبیت او څېړنې څخه وروسته خپلو اصلي مالکینو ته سپارلي دي او دا لړۍ لا دوام لري.