د ملکي خدمتونو انسټیټوټ له دوه زده کړيیزو پروګرامونو څخه ۱۳۱ تنه فارغ شول

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس مفتي شهزاد نور راشد د ملکي خدمتونو د بېلابېلو څانګو ۱۳۱ تنو رئیسانو، امرینو او کارکوونکو ته چې له دوو روزنیزو پروګرامونو څخه فارغ شوي، د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ.

دغه غونډه چې نن دوشنبه (جمادالاول ۹مه/لړم ۲۱مه) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټوټ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس مفتي شهزاد نور راشد فارغانو ته په وينا کې وویل، تاسو دلته له نویو علومو سره اشنا شوئ او لازمه ده چې له دې څخه په سمه توګه ګټه واخلئ.

ښاغلي راشد زیاته کړه، د یوې ادارې مسؤول باید امين او د باور وړ شخص وي، د مدیریت او رهبرۍ په علومو سمبال وي چې په همدې اساس د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د ملکي خدمتونو ادارو کارکوونکو ته د مدیریت او رهبرۍ د زده کړې زمینه برابره کړې ده.

د دغه روزنیز پروګرام یو تن ګډونوال مولوي روح الله مشفق د فارغانو په استازیتوب وينا وکړه او زیاته یې کړه چې هغه څه چې دلته يې زده کړي دي، په خپلو ادارو کې به يې عملي کړي.

د یادونې وړ ده، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره له پلان سره سم د ملکي خدمتونو کارکوونکو ته د رهبرۍ او مديريت اساساتو په برخه کې د ملکی خدمتونو کارکوونکو ته روزنه ورکوي.

په فارغانو د تصديقليکونو تر ویشلو وروسته، غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.