د کابينې پنځلسمه غونډه: سوداګرو ته د اسانتياوو برابرولو په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې پنځلسمه غونډه د رئیس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «۱۴۴۶ هجري قمري کال شعبان المعظم ۴مه/ سلواغې ۱۵مه» نېټه ترسره شوه.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، په کې د هیواد په مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې او په اړه يې لازم تصاميم ونيول شول.
غونډه کې همدا راز ځینې مسائل ټاکل شويو پلاويو ته وسپارل شول، تر څو یې چارې نهايي کړي او ګزارش یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
په ورته وخت کې يو پلاوي ته دنده وسپارل شوه ترڅو ننګرهار ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د سوداګرو ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وکړي، اسانتياوې ورته برابرې کړي او هر اړخيزه همکاري ورسره وکړي.
د دې سربېره د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ته دنده وسپارل شوه چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست له مسؤولینو سره د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د میشتو امنیتي مسؤولینو او منسوبينو د مشکلاتو حل په اړه ناسته وکړي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.